لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب له سوډان سره د مرستو کانفرانس اعلان کړ


واشنګټن – سعودي عرب د نهې یا سې شنبې په ورځ د سوډان سره د مرستې لپاره په راتلونکې اونۍ کې یو نړیوال کانفرانس اعلان کړی چې ددغه جګړه ځپلي هېواد لپاره مرستې راټولې کړي.

ملګري ملتونه وايي، د سوډان تر نیمايي زیات وګړي مرستو او ژغورنې ته اړتیا لري.‌

د ملګروملتونو د ماموریت مشر وايي، اکثره دغه ډول خلک د سوډان په دارفور سیمه کې دي، چېرې چې د ملکیانو پرضد بریدونه د بشريت پرضد جرمونو ته رسېدای شي.

د سعودي عربستان رسمي خبري ادارې ویلي، له سوډان سره د مرستو لپاره د ژمنو دغه کانفرانس به د جون په ۱۹ نېټه ترسره شي.

دوی دغه خبره د بهرنیو چارو د وزارت له خولې راخیستې او زیاتوي، چې سعودي به دغه کانفرانس له قطر، مصر، جرمني، اروپايي اتحاد او د ملګروملتونو له ادارو سره په ګډه پر مخ بوځي.

سعودي عربستان او امریکا په سوډان کې له اتو اونیو راهیسې په روانه جګړه کې منځګړیتوب کوي کومه چې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د پخواني مرستیال محمد حمدان ډاګلو ترمنځ څوک چې اوس د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو مشري کويروانه ده.‌

ملګروملتونو ویلي، په سوډان کې تر نیمايي‌ زیات وګړي یعنې ۲۵ میلیونه یې مرستو او خوندیتوب ته اړتیا لري.

په ټول خرطوم کې روانې اوبه نشته، برېښنا په اونۍ کې یواځې یو څو ساعته وي، د جګړې په دې سیمه کې زیاتره روغتونونه کار نه کوي او د مرستو ادارې چور او تالان شوي دي.‌

د دارفور لویدیځه سیمه هم د جګړې مرکز ګرځېدلی. د دارفور والي میني میناوي، چې پخوانی یاغي رهبر دی او اوس پوځ ته نېږدې دی د جون په لومړیو کې دارفور "د بحران سیمه" اعلان کړه او له نړیوالې ټولنې څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه.

په مې میاشت کې په جګړه کې ښکېلو غاړو د سعودي او امریکا په منځګړیتوب په لیکلي بڼه د یوې اونۍ اوربند تړون لاسلیک کړ چې بیا وروسته پنځه ورځې نور هم اوږد کړای شو تر څو خوندي دهلیزونه جوړ شي.‌

په سوډان کې د بارانونو کلنی موسم د جون په لومړیو کې پیل شوی او روغتیايي کارکونکو خبرداری ورکړی چې کېدای شي د هېواد له ځینو برخو سره اړیکې پرې شي، او د ملاریا، کولرا او له اوبو سره تړلې ډول ډول ناروغۍ رامنځ ته شي.‌

د اکلیډ په نامه د وسلوالې نښتې د ځای او د پېېښو د ډېټا پروژې د راپور له مخې، په سوډان کې د جګړې د پیل راهیسې تر ۱۸۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، جګړې نېږدې دوه میلیونه خلک د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړي چې له دې ډلې څخه ۴۷۶۰۰۰ یې ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.

په سوډان کې د ملګروملتونو د ماموریت مشر والکر پرتېس د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل،‌ په سوډان کې حالات په خرابېدو دي او د نېژاد له مخې د ملکي وګړو پرضد بریدونه کېږي چې د ادعاو له مخې د هغو کسانو لخوا ترسره کېږي چې د پوځ د مخالفې ډلې جامې یې په تن وي.

پرتېس وویل، که دا راپورونه ثابت شي نو دا د بشریت پرضد جرمونو ته رسېدای شي.

همدارنګه یو حکومتي چارواکي د نهې په ورځ وویل، چې د سوډان د پوځ مشر تیار نه دی چې له ډاګلو سره وویني.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG