واشنګټن – د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي له وېنېزوېلا څخه د لیدنې پر وخت د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، چې دواړه هېوادونه، "ګډې ګټې لري او مونږ دواړه ګډ دوښمنان لرو."
ریسي چې د وېنېزوېلا له ولسمشر نیکولس مدرو سره یې ولیدل وویل، ایران او وېنېزوېلا غواړي چې خپله کلنۍ سوداګري له درې بیلینه څخه شلو بیلینو ته زیات کړي.
دواړه هېوادونه د امریکا د درنو بندیزونو لاندې دي.
دواړو هېوادونو د ګل یا دوشنبې په ورځ یو شمېر تړونونه لاسلیک کړي چې په هغو کې د پېټروکمېکل او کانونو په برخه کې د همکاریو پراختیا هم شامله ده.
ریسي په لاتینې امریکا کې د خپلو متحدینو څخه د لیدنې په حال کې دی چې په دغه لړۍ کې به له کیوبا او نیکاراګوا څخه هم لیدنه کوي.
ددغه راپور ځینې معلومات له اسوسیېټېد پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري رسنیو څخه ترلاسه شوي دي.