واشنګټن – په پاکستان کې په روانه اونۍ کې له پولیسو سره د بغاوت ډېر داسې شکایتونه جمع شوي په کومو کې چې په ګڼ شمېر جلا وطنه خبریالان په دې تورن شوي چې د دولت پرضد بغاوت کوي او پوځ بدناموي.
انتقاد کونکي دا په پاکستان کې د بیان د ازادۍ د ځپلو په لاره کې یوه بله هڅه ګڼي.
هغه خبریالان چې دا تورونه پرې لګېدلي په امریکا او برتانیه کې کار کوي. اکثره یې په دې وروستیو میاشتو کې د ځان په اړه د امنیتي اندېښنو له امله له پاکستانه تښتېدلي دي.
په دغو خبریالانو کې فریلانسر وجاهت سعید خان، شاهین سېهبای چې د یوې پاکستانۍ ورځپاڼې اېډېټر و او دغه ډول موعید پيرزاده او صابر شاکر چې دواړو په پاکستاني ټي وي چاینلونو باندې د مشهورو سیاسي بحثونو کوربتوب کاوه.
د شکایتونو جمع کونکي ځانونه "وطن دوسته کسان" بولي خو انتقاد کونکي پر پوځ باندې تور پورې کوي چې ددې کېسونو تر شا دی.
د بې پولې خبریالانو ډلې د خان او سېهبای پرضد باندې لګول شوي تورونه غندلي دي او د پاکستان له سارنوالانو یې غوښتي چې ژر تر ژره دې دغه کېسونه لېرې کړي.
د څار ډلې د دغو دوو خبریالانو دفاع کړې او ویلي یې دي، چې دوی "یواځې خبریالي کړې ده." او نور یې څه نه دي کړي.
د بې پولې خبریالانو یا ریپورټرز ویدوټ بارډرز (ار ایس اېف) د اسیا پسېفېک څانګې مشر ډنیل باسټرډ ویلي، "غلطي و نه کړئ، ددغو مسخره شکایتونو یواځینۍ موخه دا ده چې دغه دوه خبریالان وویروي او خاموشه کړي."
هغه زیاته کړې، "په پاکستان کې د قانون پلي کېدل او تر ټولو لوړ قضايي سیستم خپلواکي هم د پوځ له مداخلې سره له ګواښ سره مخ ده."
د خبریالانو په وړاندې دا تورونه په هېواد کې د تاوتریخوالي څخه ډکو لاریونونو سره تړاو لري کوم چې د مې په نهمه نېټه د فساد په تورونو د پخواني وزیر اعظم عمران خان له نیولو سره راپارېدلي وو.
لاریون کونکو همدارنګه ګڼ پوځي مرکزونه او سمبولونه ویجاړ کړل چې له امله یې وزیر اعظم شهباز شریف او پوځ د خان په زرګونو پلویان یا د تحریک انصاف غړي ونیول.
په نیول شویو کسانو کې ښځې هم شاملې دي. په پوځي ځایونو باندې د بریدونو په تور د پي ټي آی په لسګونو کارکونکي په پوځي محکمو کې محاکمه کېږي.
له هغې راوروسته یادو خبریالانو په یوټیوب شوګانو او ټویټر پوستونو باندې په پوځ باندې له دې امله نیوکې کولې چې د خان ملاتړي یې ونیول او د ادعاو له مخې یې له بندیانو سره د بشري حقونو څخه د تیریو یادونه کوله.
پيرزاده په ده باندې لګول شوي تورونه "جعلي او بې بنسټه بللي" او ژمنه یې کړې چې په پاکستان او حتی د امریکا په محکمو کې به یې د خپلو وکیلانو له لیارې چېلنج کړي.
پیرزاده په ټویټر لیکلي، "یواځینی هدف دا دی چې په پاکستان کې په بشپړه توګه د رسنیو له ځپلو وروسته اوس له پاکستان څخه د باندې هم خبریالان خاموشه کړي."
په پاکستان کې د عمران ریاض خان په نامه یو بل خبریال چې یوه میاشت مخکې د پولیسو لخوا په پنجاب کې نیول شوی و تر اوسه هم لادرکه دی.
ار ایس اېف په خپل بیان کې ویلي، "په داسې حال کې چې عمومي ټاکنې به په راتلونکو اونیو کې ترسره کېږي پاکستاني خبریالان دننه په پاکستان او بهر کې د پوځي اسټبلېشمنټ او استخباراتي ادارو لخوا له زیاتېدونکو ځورونو سره مخ دي."
د خبریالانو د دفاع امریکا مېشتې کمېټې ویلي، په پاکستان کې زیاتېدونکی سانسور ډېر د اندېښنې وړ دی.
د سي پي جې د اسیا د پروګرام ناظمې Beh Lih Yi امریکا غږ ته وویل، "دا د خبریالانو لپاره مهمه ده چې عوام د هېواد له سیاسي حالاتو څخه خبر کړي."
هغې وویل، "پاکستاني چارواکي باید د سانسور ښکاره اقدامات ودروي او رسنۍ پرېږدي چې د پولیسو له وېرې او ځورونې څخه پرته په ازاده توګه راپور ورکړي."