لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ازربايجان نه د ایل این جي ګېس اخستلو د لوظنامې کولو منظوري ورکړه


واشنګټن- د پاکستان د مالياتو وزارت ويلي حکومت د شورو- چارشنبې په ورځ د ازربايجان سره د لېکويفايډ نيچرل ګيس (ايل اين جي) د کاروبار د لوظنامې کولو منظوري ورکړې ده.

پاکستان د تېر کال د قيمتونو چې په اوکرين د روس د يرغل نه وروستو سېوا شوي دي لا د قدرتي مایع ګېس د کاروبار لوظنامه د چا سره نه ده کړې.

پاکستان چې د 220 ميلين خلکو ابادي لري د توانايۍ د کموت سره مخ دی او زيات لوډشيډېنګ پکې کيږي ځکه چې د ملک ډېر توانايي پيدا کوونکي پلانټس په ګېس چليږي.

د پيسو د کمي په وجه پاکستان نه شو کولی په ازاد مارکيټ کې ایل این جي ګېس واخلي او د بهر دنيا سره د مرکزي بېنک د کاروبار مالي پانګې دومره کمې شوي چې د مخصوص څيزونو د اخستلو د پاره په مشکله د يوې مياشتې پيسې لري.

البته دې اوونۍ اسلام اباد د ايشين سپاټ ايل اين جي ټينډرې جاري کړي چې دوه کارګوګانې واخلي. دا وخت نزدې لس ډالر د يو بيرل تېل قيمت دی چې دا تېر کال ډېر په بره تلی وو او اويا ډالر ته رسېدلی وو.

د مایع قدرتي ګېس اخستلو منظوري د پاکستان اکنامک کوارډينيشن کميټي لخوا ورکړل شوې چې وزارت وکړی شي د ملک د ايل اين جي لمېټېډ او سټيټ اويل کمپني ازربايجان تر منځ د لوظنامې جزيات ترتيب کړي.

دا پرېکړه د وزير اعظم شهباز شريف د شورو- چارشنبې په ماښام د منځنۍ ايشيا د هېواد د دورې نه وړاندې شوې. په يو بيان کې شهباز شريف ويلي “زه د ازربايجان د قيادت سره مهمې خبرې لرم چې څنګه د توانايۍ، بېنکنګ، مالي خدمات او ايي ټي څانګو کې د ملګرتيا لارې خلاصې کړو”.

هغه وويل “مونږ د منځنۍ ايشيا د هېوادونو سره ملګرتيا ته ژمن يو چې پاکستان د توانايۍ په برخه کې محفوظ شي”.

د ايل اين جي د لوظنامې تفصيل نه دی ښودل شوی چې قيمت به څه وي او دا لوظنامه به څه شرايط لري.

د پاکستان د پيټروليم وزير مصدق ملک تېره ورځ ويلي وو ازربايجان به هره مياشت يو ايل اين جي کارګو په ارزان قيمت ورلېږي چې د راوړلو چارې به يې ايس او سي ای ار ټريډېنګ په مخ وړي. هغه دا ونه ويل دا مياشتنی کاروبار به کله عملي کيږي.

یادونه:- د دې رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ نه اخیستل شوي‌ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG