لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي د پاکستان سیاست د دغه هیواد د ولس خپله معامله ده اؤ فیصله به یې هم هغوی ته کول وي


د امریکې د خارجه محکمې ویاند میتھیو ملر ویلي چې د پاکستان سیاست د پاکستاني ولس خپله معامله ده اؤ هغوي ته د خپل ایین اؤ قوانینو په اساس فیصله کول دي.

هغه یو وارې بیا واضحه کړې ده چې د عمران خان د حکومت په نسکوریدو کې د امریکې هیڅ لاس نه شته اؤ ویلي یې دي "دا د امریکې د حکومت معامله نه ده".

تېره ورځ د امریکې د بهرنیو چارو محکمه کې رسنیو ته د احوال ورکولو په موقعه چې کله هغه نه پاکستاني رسنیو کې د عمران د نوم په اخستو د بندیز په اړه پوښتنه وشوه نو ښاغلي ملر وویل امریکه په عامه توګه په ټولو حکومتونو ټینګار کوي چې هغوي باید د صحافیانو اؤ رسنیو د کردار درناوی وکړي.

نوموړي وویل "فعالې اؤ بې ازادې رسنۍ جمهوریت پیاوړی کوي اؤ حکومتي چارواکي جواب ورکوونکي جوړوي".

د دې پوښتنې ځواب کې چې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان په اړه د امریکې تازه دریځ څه دی؟ خارجه ویاند وویل "عمران خان یو عام وګړی دی اؤ امریکه د کوم وګړي د انفرادي حیثیت په لړ کې هیڅ دریځ نه لري".

د هغه په وینا "هیله لرو چې خبریالان چې پاکستان کې د واقعاتو کوریج کوي، هغوي ته به د خپل کار د کولو اجازه وي ځکه چې ازاده پریس اؤ میډیا هغه ادارې دي چې صحتمند جمهوریت پیاوړی کوي اؤ دا خبره باوري کوي چې رایې ورکوونکي باید فیصلې اؤ دحکومتي چارواکو احتساب وکړی شي".

د عمران خان د دې اوسنۍ دعوې په اړه چې ګنې د امریکایي تګلارو چیلنج کول د هغه د حکومت د نسکوریدو علت جوړ شوی ، د امریکې د خارجه محکمې ویاند وویل "مونږ ماضي کې هم ویلي دي چې د هغه تورونه بیخي ناسم دي".

هغه وویل د پاکستان سیاست د پاکستاني ولس خپله معامله ده اؤ هغوي ته د خپل ایین اؤ قوانینو په اساس فیصله کول دي ،دا د امریکې دحکومت معامله نه ده.

په دې وروستیو کې د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان دعوه کړې ده چې د هیواد میډیا د هغه د نوم اخستو نه منعې کړل شوې ده اؤ د هغو صحافیانو پرضد مقدمې درج کیږي اؤ‌ ځورولی شي چې د هیواد حقیقي انځور خلکو ته ښایي.

خو د پاکستان حکومت بیا په صحافت اؤ صحافیانو د بندیزونو دعوې ردوي اؤ وایي یوازې د هغه چا پرضد د ایین اؤ قانون له مخې ګامونه اخستل کیږي چې په اړي ګړي جوړولو اؤ د هیواد ګټو ته په زیان رسولو کې کردار لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG