لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنسټي انټرنېشنل پاکستان کې د جرنلسټانو ضد په مقدمو درج کېدو اندېښنه څرګنده کړې


د بشري حقونو نړیوال تنظيم [اېمنسټي انټرنيشنل] او د جرنلسټانو د حقونو تنظيم [رپورټرز ود اوټ باډرز] پاکستان کې د نهمې مې د پېښو وروسته د ځينو جرنلسټانو ضد د غدارۍ په مقدمو درج کېدو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي د دغه ډول ګامونو مقصد د ازادو اوازونو غلي کول دي.

اېمنسټي انټرنېشنل ويلي، پاکستان کې په دوه جرنلسټانو او ناقدينو د ریاست پرضد د ګامونو پحقله د ترهګرۍ مقدمې درج شوي دي، په ریاست او پوځ د تنقید له امله دغه ډول مقدمې د راې د اظهار پرضد دي.

تنظيم ویلي، که د چا پرضد څه ثبوت وي نو د پوځي عدالتونو په ځای دې پرې په غېر پوځي عدالتونو کې مقدمې وچلول شي.

د راولپنډۍ اسلام اباد د جرنلسټانو د اتحادیې غړی حنیف الرحمان وایي پاکستان کې ځينې صحافيان د سياسي ګوندونو سره تعلق لري خو بیا هم د جرنلسټ په ضد د بغاوت مقدمه جوړول سم نه دي.

له دې وړاندې د صحافیانو د حقونو نړيوال تنظیم رپورټرز ود اوټ باډرز هم د پاکستان په حکومت زور راوړی، د صحافیانو پرضد دې بغېر د څه ثبوت د بغاوت د مقدمو نه ډډه وکړي. ياد تنظیم وړاندې هم څو وارې پاکستان د صحافیانو دپاره خطرناک هیواد ګرځولی دی.

د امریکې د خارجه وزارت ویاند هم د پاکستانۍ ميډيا په حواله ويلي، فعال او ازاد پرېس جمهوریت پياوړی کوي او حکومتي واکداران ځواب ده ګرځوي.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن زهرا يوسف وايي، "مونږ د دغه ډول ګامونو غندنه کوو او پاکستان کې دا ډېره زړه طريقه ښکاري، حکومت د يو چا په خله د جرنلسټانو پرضد داسې مقدمې درج کوي".

پاکستان کې په نهمه مې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته هم په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

د پاکستان حکومت ويلي د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي. د بشري حقونو فعال، ځينې سياسي مشران او وکيلان په پوځي عدالتونو اعتراض لري.

د نهمې مې د پېښو وروسته هغه صحافیان هم نيول شوي په چا چې د عمران خان په حق کې د خبرې کولو تورونه دي.

په دغو نيول شوو او بې درکه کسانو کې اېنکر پرسنز او يوټيوبرانو کې تراوسه عمران ریاض بې درکه دی او ځينې نور د ګرفتاريانو وروسته بيرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

پاکستان جرنلسټس سېفټي کولېشن اتحادیې هم په هیواد دننه د خبریالانو د ځورولو په روان عمل اندېښنه ښکاره کړې او غوښتنه یې کړې وزیراعظم شهباز شریف دې د صحافیانو د تحفظ د پاره جوړ قانون عملي کړي.

د فېډرل پروټکشن اف جرنلسټس اېنډ میډیا پروفېشنل ایکټ کال 2021 کې منظور کړی شوی د کوم مقصد په پاکستان کې د صحافیانو پرضد جرمونو کښې ککړ کسانو ته ترلاسه معافیت ختمول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG