لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه په افغانستان کې طالبانو ته د تعليمي پروژې د سپارلو په اړه خبرې اترې کوي


واشنګټن - د ملګرو ملتونو د ماشومانو د پاره اداره يونېسېف وايي د افغانستان د واکمنو طالبانو سره د خبرو اترو په حالت کې ده او د وخت ټاکلو او د عملي کېدو جاج اخلي چې ممکن خپل تعليمي پروګرامونه طالبانو ته وسپاري خو په دې موده کې به ښودنې روانې وساتي.

د مرستندویې ادارې چارواکي وايي طالبانو اشاره ورکړې نړيوال تنظيمونه به نور د تعليم په برخه کې کار نه کوي. ملګرو ملتونو په دې نيوکې کړي خو د طالبانو چارواکو په دې اړه لا څه نه دي ويلي.

يونېسېف وايي د وزارت تعليم نه ورته ډاډ ورکړل شوی چې د خبرو اترو په جريان کې به 500,000 ماشومانو ته د ښودنې عمل روان وساتي.

په افغانستان کې د يونېسېف ويانده سمانتا مورټ رايټرز ته وايي “په افغانستان کې د تعليم ورکولو غټه اداره يونېسېف د طالبانو د تعليم د وزارت سره په تعميري خبرو لګيا ده او د وزارت د ژمنې ستاينه کوي چې وايي تر څو د خبرو اترو عمل روان وي دوی به ټول ټولګي په ځای وساتي”.

مورټ وويل “د ګډوډي د اثر نه د بچ کېدو د پاره لازمه ده چې په سټرېټيجیک طريقه او په پوره غور جايزه واخستل شي چې يوې توانمندې غيرسرکاري ملکي ادارې ته دا چارې په لاس ورکړل شي”.

د طالبانو يو وياند د رايټرز پوښتنې ته ځواب ور نه کړو. د تعليم وزارت د دې پاليسۍ په اړه لا په ښکاره څه نه دي ويلي.

په کال 2021 کې د طالبانو د واک نيولو وروستو د جينکو هايي سکولونه بند کړل شوي، جينکۍ د پوهنتون د زدکړو نه منع کړل شوي او د خپل سخت دريځه شريعت په رڼا کې يې ډېرې ښځې د کار نه منع کړې دي چې د مرستندويه ډلو او ملګرو ملتونو د ادارو سره يې کار کولو.

نړيوالې ادارې د افغانستان په تعليمي برخه کې ډېره ونډه لري او يونېسېف د طالبانو سره د واک د نيولو نه وړاندې د ځايي زدکړو د روانو ساتلو لوظنامه کړې وه.

د بشري مرستو د دوو ادارو سرچينو رايټرز ته ويلي صوبايي چارواکو ته امر شوی دی چې د بهرنیو ادارو په تعليمي برخه کې مداخلت ودروي.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو وياند وايي دا به يو بوږنوونکی ګام او په شا تګ وي. يونېسېف ډېر مرکزونه چلوي چې 300,000 جينکو ته په کليوالو سيمو کې په کورونو کې زدکړې ورکوي.

یادونه:- دا رپوټ له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوی او ترجمه شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG