واشنګټن - د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن، چين ته د خپلې دورې په لړ کې بجېنګ ته رسېدلی دی. د ۲۰۱۸ کال راهېسي، دا چین ته د امریکا د خارجه وزیر لومړنی سفر ګڼل کیږي. بلېنکن په بجېنګ کې د چین له خارجه وزیر چن ګانګ، د چین د کمونېست ګوند د خارجه چارو د مرکزي کميټې مشر وانګ یي، او په ډېر امکان سره، د چین له صدر شي جن پنګ سره وګوري.
امریکا او چین دواړو دا منلې ده چې د دوو ملکونو ترمنځ د تعلقاتو د مستحکم کولو ضرورت راوړاندې شوی دی.
خو دا توقعات کم دي چې ګني امریکا او چین دې د بشري حقونو، ټایوان، ټېکنالوجۍ او امنیتي مسایلو باندې کشیدګۍ بېرته له منځه یوسي.
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د جمعې په ماښام، مخکې له دې چې د چین په لور سفر وکړي، په واشنګټن ډي سي کې یو خبري کنفرنس ته وویل چې امریکایي چارواکي به د خپلو چینایي هم منصبانو سره د یو لړ مسئلو په اړه "د حقیقي فکرمندیو" په سر، سپینې خبرې وکړي.
بلېنکن چې د سېنګاپور د خارجه وزیر ویویان بالاکرېشنان سره په مشترکه خبري کنفرنس کې غږېده، وویل چې امریکا غواړي دا یقیني کړي چې "د چین سره کوم ځغل/سیالي چې مونږ لرو، هغه په مقابلې یا جګړې بدله نشي."
بل طرف ته د چین د خارجه وزارت ویاند وانګ وېنبن د جمعې په ورځ وویل: " امریکا چین ته د خپل اصلي رقیب او تر ټولو اهم جیوپوليټکل چلېنج په سترګه ګوري. دا یوه ستره سټراټیجیکه غلط فهمي ده."
ترجمان دا هم وویل چې د چین سره د امریکا سیالي یا ځغل، "ذمه وارانه سیالي نه ده، بلکې غیرذمه وارانه سرزوري ده. دا به دواړه ملکونه صرف د مقابلې په خوا بوزي او یوه تقسیم شوې دنیا به جوړه کړي."
د امریکا خارجه وزارت د شورو/چهارشنبه په ورځ په یو بیان کې وویل: "بلېنکن به په بجېنګ کې [د چین] له جګپوړو چاروکو سره ملاقات وکړي او د رابطو د پرانېستو لاینونو د ساتنې په اهمیت به خبرې وکړي چې د امریکا-چین تعلقات په ذمه وارانه توګه سمبال کړی شي. هغه به د دوه اړخیزو فکرمندیو په مسئلې، نړېوالې او سیمه ییزې مسئلو، او په مشترکو بین الاقوامي چلېنجونو کې په ممکنه همکاریو باندې بحثونه وکړي."
تر دې وړاندې، د نهې/سې شنبې په ورځ ښاغلي بلېکن د چین خارجه وزیر چن ګانګ سره خبرې وکړې.
بل په بجېنګ کې چینایي چارواکو د شورو/چهارشنبې په ورځ د امریکا نه وغوښتل چې، د هغوی په باور، د چین امنیتي او د ترقي مفاداتو ته نقصان رسول بند کړي، مګر زیاته یې کړه چې دواړه ملکونه کولی شي خپل اختلافات په قابو کې وساتي او همکاریو ته فروغ ورکړي.
د روانې میاشتې په سر کې چین د امریکا د دفاع وزیر سره ملاقات رد کړی و، خو د جمعې په ورځ د امریکا دفاع وزیر لويډ آسټن خوشبیني څرګنده کړه چې هغه به د خپل چینایي هم منصب سره بالاخره ملاقات وکړي، خو لا تر اوسه هغه موقع نده رارسېدلې.