لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا ته د مودي سفر: د هند او امریکا تعلقات په تېزۍ سره مضبوطه کیږي، وجوهات یې څه دي؟


واشنګټن - د هند وزیراعظم نریندر مودي دا هفته امریکا ته سفر کوي، او د دواړو ملکونو چارواکي خوشبیني څرګندوي چې دا سفر به د هند او امریکا ترمنځ تعلقات لا نور هم مضبوطه کړي.

د هند خارجه وزیر سوبرامنیام جی شنکر وویل چې د هند او امریکا ترمنځ تعلقات ډېر مخې ته تللي دي. هغه زیاته کړه: "تاسو کولی شئ د دې تعلقاتو د ټېکنالوجۍ اړخ ته نظر وکړئ، کولی شئ د تجارت برخې ته یې نظر وکړئ، کولی شئ سیاسي هماهنګۍ ته وګورئ، او تاسو کولی شئ سټراټيجیکو مفاداتو ته نظر واچوئ. نو زه فکر کوم چې د هند-امریکا د لا زیات قوي تعلقاتو د جوړېدو دپاره یو ډېر مضبوطه کېس موجود دی."

څېړونکي وایي، تر ټولو مضبوطه دلیل، د چین پیاوړي کېدل دي. مودي په داسې وخت کې د واشنګټن دوره کوي چې د چین او هند ترمنځ د هېمالیا سرحدونو په سر درې کاله پوځي تعطل نه پس، بجېنګ سره د نوې ډیلي اړیکې خرابې شوي او هند دې ته اړ شوی چې په ایشیا کې د امریکا سره نږدې کار وکړي. هند او امریکا دواړه غواړي چې په ایشیا کې د بجېنګ د جارحانه رویې مخه ونیسي.

په نوې ډیلي کې د آبزرور ریسرچ فاونډېشن د خارجي پالیسۍ او مطالعاتو د څانګی یو مشر هرش پانټ وایي: "په انډو-پسفیک کې سټراټیجیک منظر ډېر په تېزۍ سره بدل شوی دی او واشنګټن او ډيلي کې دا خبره منل شوې چې دوی ته په کار ده د حالاتو د استحکام دپاره تر هر بل وخت ډېر نږدې سره کار وکړي."

هرش پانټ زیاتوي چې د همدې وجې هندوستان د امریکا غوندې ملکونو سره تعلقات مضبوطه کول غواړي چې د سټراټیجیک پلوه د ډیلي سره یې نظر شریک وي.

داسې توقع ده چې واشنګټن ته د مودي د سفر په ترڅ کې به، امریکا دې ته آماده شي چې ترقي یافته دفاعي ټېکنالوجیو دپاره هند ته رسایي ورکړي او همدا راز د هند سره د وسلو مشترکه جوړېدو منصوبې منظورې کړي.

رویټرز خبري اداره وایي چې په دې کې ممکن دا هم وي چې د امریکا د جنرل اېلکټرېک کمپنۍ لخوا، په هند کې د پوځي جېټ جهازونو د انجنونو د جوړېدو لوظنامه دستخط شي. همدا راز د هند لخوا د امریکایي اسلحې د ممکنه اخېستو په موضوع به هم خبرې وشي.

څېړونکي وایي، واشنګټن غواړي چې د هند پوځي صلاحیتونه سېوا کړي، او دې سره به د دوو ملکونو ترمنځ په پوځي تعلقاتو کې ډېر بدلون راشي.

د جېندال نړېوالو تعلقاتو د پوهنتون مشر شري رام چاولیا وایي: "امریکاییان غواړي د چین سره د تولې برابرولو دپاره، هندوستان قوي کړي. نو له دې امله غواړي چې د هندي پوځ د جدید کارۍ مرسته وکړي. همدا وجه ده چې دواړو اړخونو ځیني شبهات یوې خوا ته کړي او وایي، زمونږ دښمن مشترک دی او مونږ ته په کار ده چې د دغه مشترک دښمن د ځپلو دپاره ډېره زیاته همکاري وکړو."

هغه زیاتوي چې تر اوسه خو د هند د پوځ زیاتره وسلې او وسایل د روس نه اخېستل کېدل، مګر اوس چې روس د مغربي ملکونو د بندیزونو له امله کمزوری شوی، نو هند ته دا پوښتنې پیدا شوي چې آیا روس به وکړی شي هند ته جدیدې او ترقي یافته وسلې ورکړي او که نه.

واشنګټن ته د مودي د راتګ نه وړاندې، د امریکا جګپوړو چارواکي هند ته تللي او هلته یې د دې سفر په اړه خبرې کړي دي. د امریکا د دفاع وزیر لایډ آسټن وايي، هند او امریکا د دفاعي صنعت په همکارۍ کې یو روډمېپ جوړوي.

طمع کیږي چې نریندر مودي به په واشنګټن کې له سترو تجارتي کاروباریانو سره هم وګوري او امریکایي کمپنۍ دې ته وهڅوي چې د چین په ځای، په هند کې سرمایه کاري وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG