لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان د ښځو او جینکو سره "جنسیتي اپارټایډ" عملي کوي - د ملګرو ملتونو د انساني حقونو ماهرین


واشنګټن -- د انساني حقونو دپاره د ملګرو ملتونو هائي کمېشنر وولکر تورک وایي چې په ټوله نړۍ کې انساني حقونه خطرناک حالت ته رسېدلي، ځکه ریاستونه د انساني حقونو په عالمي اعلامیې کې درج شوو بنیادي حقونو او آزادیو ته په احترام ساتلو کې ناکامه شوي دي.

ښاغلي وولکر تورک چې د ګل/دوشنبې په ورځ یې د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د کونسل په غونډه کې پرانېستونکې وینا کوله، وویل، انساني حقونه چې د ملګرو ملتونو سنګ بنیاد دی، اوس یو ډېر اهم پړاو سره مخ دي. د هغه وینا وه چې د دې وجه، د هغو ظالمو حکومتونو خودغرضه مفادات دي چې د نوموړي په باور، د بشري حقونو د فروغ دپاره چې کومې عالمي همکارۍ کیږي، تر هغو سېوا کېدونکې دي.

ښاغلي تورک چې د لسو نه زیاتو ملکونو کې د بشري حقونو ناوړه حالات په ګوته کول، ډېرو هغو ظلمونو او جرمونو ته یې اشاره وکړله چې د نړۍ په بېلابېلو خطو کې ترسره کیږي.

د انساني حقونو دپاره د ملګرو ملتونو هائي کمېشنر وولکر تورک (منځنی)
د انساني حقونو دپاره د ملګرو ملتونو هائي کمېشنر وولکر تورک (منځنی)

هغه وویل چې په افغانستان کې د انساني حقونو د خرابېدونکي حالت په اړه ډېر پرېشانه دی، چېرته چې واکمنو طالبانو "د انساني حقونو تر ټولو بنیادي اصول، په خاص ډول د ښځو او جېنکو حقونه تروړلي دي."

په غونډه کې وروستو د انساني حقونو ماهرینو، په افغانستان کې د ښځو او جینکو د حالاتو په یوه بشپړه ارزونه کې، په طالبانو تور ولګولو چې د "جنسیتي اپارټایډ" یوه بڼه عملي کوي.

د ښځو او جینکو په وړاندې د تفریقي چلند په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې مشرې ډوروټي اېسټراډا-ټنک وویل چې ښځې او جینکۍ په افغانستان کې حذف کیږي. هغې زیاته کړه چې "ښځو او جینکو سره د هغو د ژوند په هره برخه کې په سیسټماټیک ډول تفریقي چلند کیږي... ښځې په عمومي توګه په عوامي او سیاسي ژوند کې له برخې اخېستو محرومه کړی شوې دي."

هغې وویل، د هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې واک اختیار ترلاسه کړی دی، طالب چارواکو یو په بل پسې احکامات جاري کړي چې "اکثریت یې د ښځو او جینکو حقونه محدوده کوي، په شمول د هغو حقونو چې تعلیم، کار، صحت، انصاف، تګ راتګ، جامې او رویې پورې اړه لري."

د نړۍ په نورو برخو کې د انساني حقونو حالات

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو هائی کمېشنر وولکر تورک د انساني حقونو د کونسل څلور اونیزه غونډې ته پخپلې پرانېستونکې وینا کې د نورو ملکونو ترڅنګ، د ایران یادونه هم وکړه او په هغه هېواد کې یې د انساني حقونو د پراخو خلاف ورزیو په اړه فکرمندي څرګنده کړله. وولکر وویل چې په ایران کې انساني حقونه تروړل کیږي، او مثال یې "د تېزندۍ کولو په شمېر کې وروستی زیاتوالی، او همدا راز د ښځو په وړاندې تفریقي چلند" یاد کړ.

په یو رپوټ کې چې صرف یو څو ریاسته ترې پاته و، هغه د هندوراس د انساني حقونو په حالاتو سخت تنقید وکړ، او د ځمکې په اړوند د شخړو په سر او "د انساني حقونو او ماحولیاتو په دفاع کوونکو باندې حملو" په باب یې فکرمندي څرګنده کړله. هغه همدا راز د نیکاراګوا چارواکي په دې ملامته وګرځول چې ګني "د سېول سوسایټي په سختو چقولو او د شهري [حقونو] د فضا په تنګولو سره" د خپلو ملکونو انساني حقونو ته نقصان رسوي.

په اوکراین کې د روانې جګړې په اړه، وولکر تورک په روس غږ وکړ چې د هغه همکارانو ته دې حق ورکړي چې پخپله د روس خاورې دننه او همدا شان د روس د قبضې لاندې د اوکراین سیمو ته سفرونه وکړي "چې کم از کم غیرپوځي قیدیان، جنګي اسیران، او هغه اوکرایني ماشومان او معذوران وګوري چې دغو سیمو ته لېږدولی شوي دي.

وولکر په جنوبي سوډان کې د خرابېدونکو حالاتو په اړه خفګان وښود. جنوبي سوډان کې د خانه جنګۍ له امله، د هغو پېښو په شمار کې چې عام خلکو باندې اثر کوي، په اولو درېیو میاشتو کې د کال، تر دوولس (۱۲) فیصدو اضافه راغلې ده. د ملګرو ملتونو د انساني حقونو هائی کمېشنر وویل چې د جنوبي سوډان چارواکو د مجرمینو په وړاندې د اقدام په برخه کې پوره اقدام ندی کړی او د حکومت جګپوړي چارواکي پخپله په ځینو سنجیده جرمونو کې لاس لري او پخپلو عهدو پاته دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG