لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هند کې د ګرمې څپې له امله د مړو شمېر ۱۷۰ تنو ته رسېدلی


واشنګټن – د هند په دوو ګڼ مېشتو ښارونو کې د تودوخې له زیاتېدو سره د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۰ تنو ته رسېدلی.

سیمیزو خبري رسنیو د روغتیايی چارواکو له خولې خبر ورکړی، چې په شمالي ایالت اترپرادیش کې په تېرو څو ورځو کې ګرمۍ پورې تړلو ناروغیو څخه ۱۱۹ کسان مړه شوي او په ګاونډي بېهار ایالت کې د مړو شمېر ۴۷ تنو ته رسېدلی.

د بالیا په ۱۱۰ کیلومټرۍ کې د دیورا په ښار کې د مړو وړونکي موټر یو ډرایور جتیندرا کومار یادیو اسوسېټېډ پریس ته ویلي، "ډېر زیات خلک له ګرمۍ څخه مړه کېږي او مونږ یوه دقیقه ارام نه لرو. د اتوار یا یکشنبې په ورځ ما ۲۶ مړي انتقال کړل."

نورو استوګنو ویل چې دوی له سهار وروسته د باندې تګ څخه وېرېږي.‌

د اتراپرادیش د بالیا ضلعې تر ټولو لوی روغتون کې نور ناروغان نه ځایېږي.

چارواکو ویل، چې په روغتون کې د مړو ساتلو خونه ټوله هغه مهال ډکه شوه کله چې ورته ۵۴ مړي یو دم ورکړل شول کوم چې اکثره زاړه کسان وو او د ګرمۍ له وجې مړه شوي وو.

له ځینو کورنیو څخه غوښتل شوي چې د خپلو خپلوانو مړي دي کورونو ته ویسي.‌

د ګرمۍ په موسم کې د هند شمالي برخې اکثره ګرمې وي خو هندي چارواکي وايي، دا ځل پکې د تودوخې درجه له نورمال حالت څخه لوړه او ۴۳.۵ درجو د سانټي ګرېډ یا ۱۱۰ درجو د فارنهایټ ته رسېږي.‌

په هند کې د تودوخې څپه هغه وخت اعلانېږي کله چې د تودوخې درجه له نورمال څخه لږ تر لږه ۴.۵ درجې پورته وي او یا ۴۵ درجو د سانټي ګرېډ او یا ۱۱۳ درجې د فارنهایټ ته ورسېږي.‌

د اتل کومار سینګ په نامه یو هندي ساینس پوه وویل، "مونږ د تېرو څو ورځو راهیسې د ګرمې څپې خبرداری ورکاوه."

خو له دغو خبرداریو سره سره حکومت له خلکو و نه غوښتل چې تیاری ونیسي تر هغو چې د اتوار یا یکشنبې په ورځ ترې د مړو شمېر زیات شو.‌

د ګرمۍ له ستونزې سره سره د برېښنا یا بجلۍ تلو راتلو ستونزه هم وي، چې له امله یې خلک بې اوبو، بې پکي او بې ایرکنډېشنه پاتې کېږي.

د موسم پوهان وايي، چې ګرمه څپه به دوام ولري او هند یې باید پایلو ته غوره تیاری ونیسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG