لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ښځو پر کار د طالبانو بندیزونو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د غوښتل شوې مرستې یو ارب ډالر کم کړل


واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د ښځو د کار او تعلیم پر حق باندې د نه حل کېدونکې شخړې او د مرسته کوونکو په فنډ کې د کمي په ترڅ کې ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو په غوښتنه کې تر یو ارب ډالرو زیات کمی راوستی چې مرسته کوونکې ادارې یې پر میلینونو خلکو باندې د مهمو مرستو بندولو ته مجبوره کړې دي.

د خوراک نړیوالې ادارې په خپل تازه رپوټ کې د یوې اندازې له مخې ویلي چې دا مهال په افغانستان کې تر 15 میلینه زیات خلک د خوړو له شدید کمي سره مخ دي چې وایي په دوی کې 2.8 میلینه یې د لوږې په بیړني حالت کې دي.

ملګرو ملتونو د روان کال په مارچ کې په ځنډ سره د افغانستان لپاره «د بشردوستانه غبرګون پلان» یا ایچ آر پي په ترڅ کې له مرسته کوونکو 4.6 ارب ډالره وغوښتې چې له 23 میلینه مجبوره خلکو سره پرې سږ کال مرسته وکړي.

دا غوښتنه د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د طالبانو د دسمبر تر بندیز وروسته دوې میاشتې وځنډول شوه. د طالبانو چارواکو وویل، په افغانستان کې ښځې له تعلیم او کاره "د مذهبي او کلتوري سببونو له کبله" تر نامعلومې مودې پورې منع دي.

له دې اعلان سره ګڼ شمېر ادارو په افغانستان کې خپل کارونه ودرول او مرسته کوونکو خبرداری ورکړ چې دا به د طالبانو د حکومت لپاره نتیجې ولري.

له افغانستان سره د مرستو پلان ته د کال په منځ کې د بیاکتنې په نتیجه کې د اړتیا وړ فنډ او مرسته تر لاسه کوونکو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی. ملګرو ملتونو تېره اوونۍ وویل:

"تر بیاکتنې وروسته د بشردوستانه غبرګون پلان [ایچ آر پي] په پام کې لري د روان کال د جون او دسمبر تر منځ په څو برخو کې له 20 میلینه خلکو سره مرسته وکړي او د دې لپاره 2.26 ارب ډالر نوي فنډ ته اړتیا لري".

نتیجه دا شوه چې پلان ته تر بیاکتنې وروسته اوس د مرستو غوښتنه یواځې څه باندې 3.2 ارب ډالره ده او په دې کې 942 میلین ډالره- چې 850 میلین ډالره د تېر کال ور پاته دي- مخکې لا د جنورۍ او مې میاشتو تر منځ له 17.3 میلینه خلکو سره پر مرستو لګېدلې دي.

په افغانستان کې د ACBAR په نوم د غیرسرکاري ادارو د همږغۍ دفتر مشر رچرډ هافمېن وي او اې ته وویل، "یواځې د اپیل یا غوښتنې یوې برخې ته مثبت جواب ویل شوی دی، همدا وجه ده چې [د مرستو] پروګرام باید ودرول شي".

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د نهې- سه شنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو بندیزونه په افغانستان کې بشري بحران پیدا کوي او وایي د دې "د نتایجو ذمه وار د طالبانو مشران دي".

د ملګرو ملتونو په وینا مرسته کوونکو یا ډونرانو د جون تر 20مې پورې د بشردوستانه غبرګون پلان لپاره تر 15 فیصده کمې (467.5 میلین ډالره) ورکړې یا یې ژمنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په تېره مارچ میاشت کې خبرداری ورکړی وو، چې "که ښځو ته د کار اجازه ور نه کړل شوه نو کېدای شي چې د افغانستان لپاره فنډ کم شي".

یو شمیر لوېدیځو مرسته کوونکو هېوادونو چې په 2022م کال کې یې افغانستان ته تر دوه ارب ډالرو زیاتې بشري مرستې ورکړې وې، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د طالبانو تر بندیز وروسته ښکاري چې له دې هېواد سره مرستې کمې کړي.

امریکې تېر کال تر 1.2 ارب ډالر زیاته بشري مرسته کړې وه، خو سږ یې تر جون پورې یواځې 74 میلینه ډالر ورکړي دي. برتانیې تېر کال 522 میلینه ډالر ځانګړي کړي وو، خو سږ یې یواځې 30 میلینه ډالره مرسته کړې ده. جرمني له 444 میلینه ډالرو څخه خپله مرسته 34 میلین ډالرو ته را کمه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG