واشنګټن- د فلسطين اتارټي صدر محمود عباس د بيجينګ په دوره کې د چينايي صدر شي جېنپېنګ سره ليدلي او د چين د ويغور مسلمانانو سره د سلوک د تګلارې يې ملاتړ کړی.
د هغه د سينګکيانګ د مسلمانانو سره د چين د بد سلوک نه په انکار د سياستمدارو او بشري حقونو د کارمندانو نيوکې راپارولي.
د شورو/ چهارشنبې په ورځ په ملاقات کې محمود عباس د چين نه اقتصادي مرستې غوښتلي او دواړو مشرانو په يو ګډ بيان کې ويلي عباس د چين د داخله او خارجه تګلارې ملاتړ اعلان کړی او د سينګکيانګ د خلکو د بشري حقونو پايمالي يې د غربي نړۍ تصور بللی.
امريکا د ويغور او په سينګکيانګ کې د نورو مسلمانانو سره سلوک نسل وژنه ګڼي او د متحده قامونو د بشري حقونو دفتر ويلي په سينګکيانګ کې د چين عمليات ممکن د بشريت خلاف جرم وي.
چين دا ردوي او دا د ياد هېواد خلاف د مخالف قوتونو جوړ کړي تورونه بولي.
په ګډ بيان کې عباس ويلي په سينګکيانګ کې د چين د عملياتو د بشري حقونو سره هيڅ تعلق نشته او دا عمليات د سخت دريځۍ او ترهګرۍ خلاف ګامونه دي.
هغه د سينګکيانګ په مسله کې د فلسطين په مخالفت زور ورکړو او ويې ويل دا دې د چين په کورني چارو کې د مداخلت په توګه استعمال نه شي.
شي په دې ملاتړ کولو رضامندي وښودله چې د فلسطينيانو او اسرايلو ترمنځ کورنۍ روغه جوړه وشي او ويې ويل “د فلسطين د مسلې بنيادي حل دا دی چې يو ازاد فلسطين وي، پولې يې د 1967 د وخت وي او ختيځ يروشلم يې سرښار وي”.
په سينګکيانګ کې د چين د تګلارې د عباس لخوا په ملاتړ د ترکي قامپاله ګوند نيشنلېسټ موومنټ مشر ډېولټ بحسيلي نيوکې وکړې کوم چې د حکمران جسټس ګوند ملګرتيا کوي.
هغه وويل “ويغور ترکيان ترهګر بلل انصاف نه دی. دا دروغ دي، ګناه ده، جرم دی، سپکاوی دی، بدنيتي او د ترکي قام خلاف د بې احترامۍ ښکاره مظاهره ده”.
ويغور فعالينو هم د عباس په دريځ انديښنه ښودلې او وايي د فلسطين تنظيمونو د هغه ملاتړ او دريځ رد کړی. کوزت التی څوک چې د ويغور د حقونو کارمند او د ويغور امريکن ايسوسي ايشن پخوانی مشر دی په ټوېټر وايي د عباس ملاتړ د ويغور نسل وژنه نوره هم تقويه کوي.
په مېډل ايسټ انسټيټيوټ کې د فلسطين او د فلسطينيانو او اسرايليانو د چارو کارپوه خالد الجندي وايي د ويغورو سره د چين زور زياتی د چين د دې استعداد نفي ده چې ځان د مسلمانانو خير خواه لا يې د بشري حقونو ساتونکی بولي.
په واشنګټن کې د جلاوطن ايسټ ترکستان حکومت صدر غلام ياغمه د صدر عباس په دوره وايي دا سفر د چين د لوی مقصد برخه ده چې غواړي په منځني ختيځ کې په اسرايل لاس بري وښايي او هغلته نور اثر رسوخ سېوا کړي. د سينګکيانګ دويم نول ايسټ ترکستان دی.
د چين نه تمه کيږي چې د فلسطين او اسرايل ترمنځ روغه جوړه وکړي خو څېړونکي وايي داسې ښکاري بيجينګ هغه استعداد ونه لري ځکه د اسرايل سره اړيکې دومره ښې او ژورې نه دي.