لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شانګله:د وزیراعظم په سلاکار امیر مقام د بمي برید هڅه شنډه کړل شوې ده


د خېبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې د پاکستان د وزیراعظم په سلاکار امیر مقام د یو بمي برید هڅه شنډه کړل شوې ده اؤ بریدکوونکي له برید وړاندې د امیر مقام د ساتونکو نه تښتیدلي دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي په یو لنډ بیان کې منلې ده چې هغوي غوښتل د امیرمقام کاروان د یو بمي برید د لارې په نخښه کړي خو وایي دتیکنیکي خرابۍ له امله یې بم نه دی چاودیدلی.

د وزیراعظم سلا کار امیر مقام بیلابیلو رسنیو سره خبرو کې ویلي د شانګلې په مارتونګ سیمه کې ورپسې برید کوونکي "غیرمقامي وسله وال" هغه ځاي ته ورغلي وؤ چې په کال 2014م کې یې هم دغلته په هغه ځانمرکی برید کړی ؤ.

نوموړي ویلي هغه یوې جلسې ته د وینا اؤ په مارتونګ کې دنادرا د دفتر پرانستې لپاره ؤ چې په دغه مهال هغه پخپله اؤ دګوند نورو ځایي مشرانو یې ده ته په لاره کې ناست څو شکمن غیرمقامي وسله وال ولیدل.

امیر مقام دعوه کړې ده چې دغه وسله وال دده په وژلو پسې ورغلي وؤ خو وایي کله چې دده ساتونکو هوایي ډزې وکړې نو هغوي وتښتیدل.

نوموړي ویلي دشانګلې پولیسو په سیمه کې د شکمنو کسانو د لټونې لپاره عملیات پیل کړي خو هغه په امنیتي ادارو هم ټینګار کړی چې دامنیت چارې ته اولیت ورکړي اؤ سیمه دې دداسې عناصرو نه پاکه کړي.

وزیراعظم شهباز شریف هم پخپل یو بیان کې پخپل سلاکار امیر مقام دبرید دهڅې غندنه کړې ده اؤ دغه پېښه کې په څه نقصان نه رامنځته کیدو یې دالله شکر ادا کړی دی.

تحریک طالبان پاکستان پخپل یو بیان کې په امیر مقام دبمي برید دهڅې ذمه واري منلې ده اؤ ویلي یې دي دهغوي وسله والو غوښتل دامیر مقام کاروان بمي برید کې په نخښه کړي .

دطالبانو بیان کې ویل شوي چې دټیکنیکي وجوهاتو له امله یې بم نه دی چاودیدلی خو وایي په ډزو کې یې پولیسو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.

ازادو سرچینو اؤ دسیمې پولیسو دټي ټي پي دا دعوه رد کړې ده چې ګنې دطالبانو په ډزو کې پولیسو ته څه رقم مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دې وړاندې هم څو،څو کرته په امیر مقام ځانمرګي بریدونه اؤ بمي چاودنې شوې دي چې ګڼ شمیر کسان پکې وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ خو هغه پخپله هر ځل ددغو بریدونو نه روغ وتلی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG