د روس دشخصي وسله والې ملیشې "ویګنر" دمشر اؤ دبیلا روس د صدر الیګزنډر لوکاشینکو ترمنځ دکامیابو مذاکراتو نه وروسته ددغه وسله والې ملیشې خپلو اډو ته واپسي پیل شوې ده اؤ ټاکل شوې ده چې دډلې مشر یوګیني پریګوزن به بیلا روس ته ځي.
ویګنر ډلې د روس دجنوبي ښار روستوف ان ډان قبضه هم پرېښې ده اؤ پریګوزن وایي دهغه وسله وال د وینو توییدو دمخنیوي په خاطر پشا کیږي.
د روس اؤ ویګنر ډلې ترمنځ څه تړون شوی ؟
دبیلا روس په منځګړتوب دخالي-شنبې په ورځ د روس اؤ ویګنر ډلې ترمنځ ترسره شوي تړون کې باور ورکړل شوی چې روس به د وسله والې ملیشې دمشر اؤ دهغه د وسله والو پرضد هیڅ مقدمه نه چلوي.
د تړون له مخې د وسله والې ملیشې مشر ته به اجازه ورکول کیږي چې هغه بیلا روس ته لاړ شي.
تړون کې ویل شوي چې کومو وسله والو مسلح بغاوت کې برخه نه ده اخستې د روس ددفاع وزارت به هغوي ته نوي تړونونه یا معاهدې وړاندې کوي.
د تړون په اساس یوګیني پریګوزن خپلو وسله والو ته امر کړی چې هغوي په یوکراین کې باید خپلو کاري کیمپونو ته ستانه شي چرته چې هغوي د روسي ځواکونو سره اوږه په اوږه د یوکراین پرضد جګړه کې برخه لرله.
بیلا روس پروسکال په یوکراین د روس د یرغل ملاتړ کړی ؤ اؤ دغه هیواد په سیمه کې د روسیې تر ټولو نزدې ملګری ګڼل کیږي.
تر دې وړاندې د روس صدر ولاديمير پيوټن د وېګنر ملېشې ګروپ ته خبرداری ورکړی ؤ چې وسله وال بغاوت یې خيانت دی او هر څوک چې د روس پرضد وسله پورته کوي سخته سزا به ورته ورکړل شي.
وېګنر ملېشې ګروپ پرون د خالي، شنبې په سهار ويلي وؤ، د روس په جنوب کې د پروت روستوف ان ډان ښار پوځي مرکز یې په ولقه کې اخستی دی.
صدر پيوټن قام ته خپله وینا کې د وېګنر عمل د په خېټه د چړې منډلو نوم ورکړی ؤ او زياته کړې یې وه چې وسله وال بغاوت غداري ده.