پاکستان د امریکې اؤ هندوستان له لوري په جاري کړل شوې ګډه اعلامیه کې دترهګرو په اړوند په ځانګړې حوالې ورکولو سخت بد منلي اؤ دامریکایي مشن مرستیال مشر یې په احتجاجي ډول خارجه دفتر ته وربللی دی.
ددوشنبې یا ګل په ورځ دپاکستان خارجه دفتر د ویاندې ممتاز زهره بلوڅ له لوري خپور کړل شوي بیان کې ویل شوي امریکا دې دداسې بیانونو ورکولو نه ډډه وکړي چې دپاکستان پرضد دهند دبې اساسه اؤ سیاسي بیانیې د ډاډګیرنې په توګه ګڼل کیږي
ویاندې ویلي، دامریکایي مشن مرستیال (ډپټي چیف اف مشن) نن ماښام خارجه دفتر ته راوبلل شو اؤ په22م جون 2023 دامریکې اؤ هند په ګډه اعلامیه کې دپاکستان په اړوند په ورکړل شوؤ غیرضروري،یو اړخیزه اؤ په بې لارې کوونکو حوالو دپاکستان داندېښنو اؤ مایوسۍ څخه خبر کړل شو.
خارجه ویاندې ویلي دامریکې اؤ هند له لوري په یو اړخیزه غیر ضروري بیان پاکستان مایوسه شوی دی.
دامریکایي صدر جوباییډن اؤ دهند د وزیراعظم نریند مودي ترمنځ په 22م جون دترسره شوې لیدنې په اړوند دسپینې ماڼۍ له لوري په جارې کړل شوې ګډه اعلامیه کې په پاکستان ټینکار شوی ؤ، باید ډاډ ترلاسه کړي چې خاوره یې د افراطي بریدونو لپاره ونه کارول شي.
اعلامیه کې ویل شوي وؤ" هغوي(صدر باییډن اؤ نریندر مودي) دپولې پورې غاړې نه دکیدونکې ترهګرۍ اؤ دترهګرۍ دپراکسیو داستعمال په کلکه غندنه وکړه اؤ دپاکستان نه یې دسمدستي کارروایۍ غوښتنه وکړه ترڅو دا خبره باوري کړي چې دکنټرول لاندې یوه سیمه یې هم دترهګریزو بریدونو لپاره ونه کارول شي"
دسپینې ماڼۍ له لوري جاري کړل شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي وؤ "صدرباییډن اؤ وزیراعظم نریندر مودي د القاعده،داعش،لشکر طیبه،جیش محمد،حزب الاسلام اؤ حزب مجاهدین په ګډون دهغو ټولو ترهګرو ډلو پرضد دکوټلو ګامونو اخستو غوښتنه تکرار کړه چې دملګرو ملتونو په نوملړ کې شاملې دي"
له دې اعلامیې خپریدو وروسته دپاکستان خارجه وزارت په سمدستي توګه خپل غبرګون کې دا اعلامیه یو اړخیزه اؤ ګمراه ګوونکې بللې وه اؤ دهیواد ددفاع وزیر پارلیمان ته خپله وینا کې ویلي وؤ ،پاکستان ته دچین،روس اؤ خپلو ګاونډیو هیوادونو سره اړیکې ټینګول پکار دي.
تېره ورځ دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت ویاند میتهیو ملر نه چې کله د یو پریس بریفنګ په وخت دامریکا اؤ هند ګډه اعلامیه کې په پاکستان دترهګرو ډلو پرضد دګامونو اخستو دټینګار په اړوند پوښتنه وشوه نو هغه وویل:
"مونږ پرله پسې ددې خبرې په ارزښت ټینګار کوؤ چې پاکستان باید دلشکر طیبه،جیش محمد اؤ ګڼو نورو بې کچه مضبوطو ترهګرو تنظیمونو په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو ختمولو لپاره خپل ګامونه دوامداره وساتي"
دامریکایي ویاند وینا وه چې امریکا ټوله سیمه کې دترهګرۍ نه دپېښو خطرو دمقابلې کولو لپاره پاکستان سره په ګډه دکار کولو پخپل هوډ ولاړه ده.