لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ د پوځي عدالتونو ودرولو خواست رد کړی، اورېدنه روانه ده


د پاکستان سپريم کورټ په پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو ضد قضیو په خواستونو د اورېدنې په مهال د حکم امتناع يا عدالتونو ودرولو خواست رد کړی او اټارني جنرل عدالت ته یې ويلي په پوځي عدالتونو کې اورېدنې نه دي روانې شوې.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه د سپريم کورټ د چيف جسټس عمر عطال بنديال په مشرۍ د شپږ کسيزه ججانو بېنچ یا ډله پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو ضد قضيو چلېدو خلاف خواستونو باندې اورېدنه کوي.

راپورونه وايي اټارني جنرل عدالت ته ويلي دا وخت چې کومه کارروايي روانه ده هغه په پوځ کې دننه د مرستو د تورونو ده.

په پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو ضد مقدمو د اورېدنې د نه پېل کېدو په خبره چیف جسټس اټارني جنرل ته په مخاطب کولو سره ویلي، مونږ ستاسو په خبره باور کوو.

پرون د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري په خبري کانفرنس کې ويلي وو، د عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د می په نهمه نېټه د احتجاجونو په مهال په تشدد کې په مبینه توګه د ککړو 102 کسانو مقدمې په پوځي عدالتونو کې شروع شوي دي.

پوځي وياند ويلي وو، په پوځي عدالتونو کې د 102 "شرخوښو" ضد اورېدنې روانې دي، او د پوځي عدالتونو په اړوند په سپريم کورټ کې اورېدنه روانه ده خو د وړاندې 17 پوځي عدالتونه فعاله دي او غېر پوځي عدالتونو د قانون لاندې قضيې پوځي عدالتونو ته منتقل کړې دي.

پاکستان کې په نهمه مې د غبن د قضيې په تور کې د عمران خان د نيولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

د پاکستان حکومت ويلي د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

په 26 مې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي وو، د نهمې مې د پېښو وروسته په ټول ملک کې 499 مقدمې [اېف ايي اررز] درج کړی شوي، 88 پکې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوې وې.

هغه ویلي وو "په 499 مقدمو کې يواځې شپږ مقدمې، دوه په پنجاب او څلور په خېبرپښتونخوا کې دي، د هغو ممکنه اورېدنې به په پوځي عدالتونو کې کيږي".

د بشري حقونو فعال، ځينې سياسي مشران او وکيلان په پوځي عدالتونو اعتراض لري او وايي د نهمې مې د ورانکارۍ او تشدد په پېښو کې ککړو ټولو کسانو مقدمې دې په پوځي نه بلکې په سېول عدالتونو کې وچلولی شي.

سپريم کورټ پرون د 102 په حواله تفصیل غوښتی وو، راپورونه وايي اټارني جنرل عدالت ته د 102 کسانو تفصيل ويلي او د دغو کسانو د نومونو نه عام کولو یې ويلي دي.

نن د نهې په ورځ پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو ضد اورېدنې څلورمه ورځ ده.

د پاکستان پخواني چيف جسټس جواد ايس خواجه سره، د پاکستان ياد قانون پوهه وکيل اعتزاز احسن او پخواني وزیراعظم عمران خان د پوځي عدالتونو ضد سپريم کورټ ته خواستونه کړي وو.

جسټس جواد اېس خواجه په خواست کې غوښتي، په پوځي عدالتونو کې د عامو خلکو مقدمې اورول او د آرمي ايکټ مختلفې دفعې [مادې] دې غېراييني وګرځوي ځکه دا د بشري حقونو پرضد عمل دی.

د سپريم کورټ د چيف جسټس په مشرۍ د نهه کسانو بنچ په يادو خواستونو اورېدنې پېل کړې وې، خو په اول سر کې ترې دوه ججان او بيا ترې پرون يو بل جج هم جدا شوی او اوس شپږ ججان په دغو خواستونو اورېدنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG