لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي د طالبانو په واکمنۍ کې 3,774 عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده


واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما د بشري حقونو څانګه وایي د 2021م کال د اګست له 15مې بیا د 2023م کال د مې تر 30مې په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې 3,774 عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د اختر په اړه په خپل پیغام کې ویلي، طالبانو په افغانستان کې د دایمي او عادلانه سولې پر ځای د منفي امنیت لاره غوره کړې چې وایي دا لاسته راوړنه نه ده بلکې جبري امنیت دی چې نتیجه نه ورکوي.

یوناما د نهې- سه شنبې په ورځ په یو تازه رپوټ کې ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ په څه کم دوه کلنه موده کې د عامو خلکو په مرګ ژوبله کې "د پام وړ کمښت" راغلی، خو وایي بیا هم په بمي چاودنو او نورو پېښو کې 1095 کسان وژل شوي او 2,679 تنه ټپیان شوي دي:

"د دغې ملکي مرګ ژوبلې په څلورو کې درې برخې (701 وژل شوي او 2,113 ټپیان) په ګڼ مېشتو کې د عبادت ځایونو، ښوونځیو او بازارونو په ګډون د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د بې توپیره بریدونو له امله شوې دي".

د یوناما دې رپوټ ته "په افغانستان کې پر ملکي وګړو د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو اغېز" نوم ورکړل شوی چې پکې ویل شوي په دې څه کم دوو کلونو کې د عامو خلکو په مرګ ژوبله کې د ښځو شمېر 233 دی چې وایي 92 وژل شوې او 141 ټپي شوې دي او د ماشومانو شمېر 866 دی چې 287 وژل شوي او 579 ټپیان شوي دي.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشره فیونا فریزر وايي، "پر ملکي وګړو او ملکي اهدافو دا بریدونه د غندنې وړ دي او باید ودرول شي"، هغې زیاته کړه:

"دا مهمه ده چې واکمن چارواکي د ماینونو د بریدونو په اړه د خپلواکو، بې طرفه، چټکو، بشپړو، اغیزمنو، باوري او شفافو څیړنو په ترسره کولو سره د ژوند د حق د خوندیتوب لپاره خپله ذمه واري ترسره کړي."

د یوناما رپوټ وایي په افغانستان کې د ملکي کسانو لویه برخه مرګ ژوبله 1,701 د داعش خراسان ډلې له خوا د په لاس جوړو چاودېدونکو توکو په بریدونو کې شوې ده:

"د مرګ ژوبلې زیاته برخه 1095 د په لاس جوړ چاودېدونکو توکو د بریدونو له امله شوې ده چې هیچا د هغو د ذمه وارۍ اخیستلو دعوه نه ده کړې او یا یوناما هم نه ده توانېدلې چې د هغه ذمه واري چاته منسوبه کړي".

طالبانو تر اوسه د دې رپوټ په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو مشران یې بیا بیا دعوې کوي چې د تېر حکومت په نسبت یې په ټول افغانستان کې امنیت راوستی او د عامو خلکو مرګ ژوبله یې کمه کړې ده.

یوناما په خپل رپوټ کې وایي د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې "په ملکي وګړو کې د مرګ ژوبلې د کچې له ستر کمښت سره سره د ځانمرګو بریدونو له امله په ملکي زیانونو کې د پام وړ کمښت نه دی راغلی" او وایي په لږ شمېر ځانمرګو بریدونو کې زیات شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړول شوې ده:

"د 2021م کال د اګست له 15مې بیا د دغه کال د دسمبر تر اخره په درو ځانمرګو بریدونو کې 253 تنه وژل شوي او 500 ژوبل شوي دي، په 2022م کال کې په اتو ځانمرګو بریدونو کې 205 تنه وژل شوي او 395 ژوبل شوي‌ دي".

د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي د شیعه مسلمانانو پر عبادت ځایونو بریدونه په دې موده کې د ټولو عبادت ځایونو د بریدونو له امله د عامو خلکو د مرګ ژوبلې نیمایي برخه جوړوي، خو وایي د صوفیانو، سنیانو او سیکانو عبادت ځایونه او مذهبي غونډې هم اغېزمنې شوې دي.

د یوناما په رپوټ کې سپارښتنه شوې چې د طالبانو واکمن چارواکي دې په عبادت ځایونو، تعلیمي ادارو او د هزاره شیعه ټولنې په منځ کې د ورته بریدونو د بیا پېښېدو د مخنیوي لپاره ځانګړي خطرونه په پام کې ونیسي او د دوی لپاره دې حفاظتي ګامونه پورته کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG