واشنګټن – د بیلروس مشر الیکزاندر لوکاشینکا خبر ورکړی چې د روس د وګنر ډلې مشر یفګني پرېګوژن بیلروس ته رسېدلی.
نوموړی وروسته له هاغې بیلروس ته ولاړ چې د اوکراین د جګړې پرسر یې د ولسمشر ویلادیمر پوتین د رهبرۍ پرضد په تېره اونۍ کې خپل کړی لنډ بغاوت پای ته ورساوه.
دمګړۍ روښانه نه ده چې پرېګوژن د بیلروس په کومه برخه کې دی او څومره جنګیالي ورسره بیلروس ته تللي او دا چې په بیلروس کې به څومره وخت پاتې کېږي.
لوکاشینکا چې د پوتین یو متحد دی د تېرې شنبې یا خالي په ورځ بیلروس ته د پرېګوژن د تللو په اړه وروسته له هاغې مذاکرات وکړل چې پرېګوژن خپلو زرګونو سرتېرو ته د اوکراین د پرېښودلو امر ورکړ او په یو کاروان کې د ماسکو پر لور روان شول.
خو د پلازمېنې د ښار په لمنو کې د روسي سرتېرو له مخالفت سره مخ شول.
پوتین په بیلروس کې د پرېګوژن د خوندیتوب ژمنه وکړه او د بیلروس د دولتي رسنۍ د خبر له مخې لوکاشینکا له پوتین څخه غوښتي چې پرېګوژن و نه وژني.
د دولتي رسنۍ د خبر له مخې، لوکاشینکا له امنیتي چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، "ما پوتین ته وویل، مونږ کولای شو چې پرېګوژن ضایع کړو، ستونزه نشته، که په لومړۍ هڅه کې نه وي نو په دوهمه کې به شي، ما ورته وویل، دا مه کوه."
د لویدیځ هېوادونو په ۶۸ کلن لوکاشینکا باندې له دې امله بندیزونه لګولي چې مخالف مشران یې ځپلي او روس ته یې اجازه ورکړې وه چې په تېر کال کې د بیلروس په خاوره باندې برید وکړي.
سربېره پر دې په دې وروستیو کې یې روس ته اجازه ورکړې چې تکتیکي اټومي وسلې د اوکراین په جګړه کې د ممکنه استعمال لپاره په بیلروس کې زېرمه کړي.
که څه هم پوتین ژمنه کړې چې پرېګوژن به په بیلروس کې خوندي وي، خو پوتین د وګنر ډلې په اړه د پوتین پرضد له بغاوت وروسته ډول ډول څرګندونې کړي.
پوتین د وګنر مشران غداران بللي خو دا یې هم ویلي، چې د کیېف د ځواکونو پرضد جګړه کې یې بهادري او مېړانه ښودلې.
پرېګوژن بیلروس ته په داسې حال کې رسېدلی چې پوتین د سې شنبې یا نهې په ورځ ویلي، ماسکو د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې وګنر جنګیالیو لپاره یو بلین ډالر ورکړي چې دا د پرېګوژن د ادعاو پر خلاف ده ځکه هغه یې په خپله د لګښت ورکولو دعوه کوي.
پوتین دفاعي چارواکو ته په ټي وي وینا کې ویلي، د وګنر ډلې ټول لګښتونه د دفاع وزارت لخوا له حکومتي بودېجې څخه ورکړل شوي. مونږ په بشپړه توګه دغې ډلې ته پيسې ورکړي."
روس یو وخت د وګنر ډلې شتون رد کړی وو خو په ګڼو افریقايي او د منځني ختیځ په هېوادونو کې یې د روس له ګټو څخه دفاع کړې وه.
د وګنر جنګیالیو څخه اکثره یې مجرمان و چې د روس له زندانونو څخه په دې ژمنې خوشې کړای شوي وو چې که په ګاونډي اوکراین کې شپږ میاشتې جګړه وکړي نو پاتې بند سزا به یې معاف کړي.
خو د جګړې په ډګر ښکاره شوه چې د وګنر ډلې اکثره جنګیالي سم نه وو روزل شوي، وسایل یې کمزوري وو او ژر وژل کېدل.
د دې ترڅنګ وګنر جنګیالیو ته روس تنخوا ګانې او جایزې ورکولې. پوتین ویلي، چې د پرېګوژن د خوړو رسولو کاروبار ته یو بیلین ډالره نور ورکړل شوي چې روسي سرتېرو ته خواړه ورسوي.
پوتین وویل، "زه هیله لرم چې له دې کار څخه چا څه نه وي غلا کړي او یا یې کمه غلا کړي وي خو له شک پرته چې د دې ټولو به مونږ پلټنه کوو."
پرېګوژن د دې کال په سر کې ویلي وو چې هغه تل د وګنر لګښت ورکړی او په اوکراین باندې ۱۶ میاشتې مخکې د پوتین لخوا د یرغل له پيل وروسته یې د نورو پیسو لټه هم کړې.
پرېګوژن د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي و چې ماسکو لوري ته د هغه د ځواکونو پرمختګ د دې لپاره نه دی چې د روس حکومت نسکور کړي او دی وطن دوسته دی.
پرېګوژن د اونیو لپاره شکایت کاوه چې د روس دفاعي چارواکو ورته کافي وسلې او مهمات نه دي ورکړي.
خو پویتن ماسکو لوري ته د وګنر پرمختګ ته د یو وسلوال بغاوت په سترګه کتلي او حکم یې کړی و چې درنې وسلې دې پرېږدي، جنګیالي دې یا د روس له منظمو وسلوالو ځواکونو سره یوځای شي او یا دې بیلروس کې جلاوطنه شي.