واشنګټن – د اسرایلو لومړي وزیر نتن یاهو د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، هغه ته د چین د رسمي سفر بلنه ورکړل شوې خو دا یې نه دي ویلي، چې ایا دا سفر به وشي او دا چې کله به وشي؟
د اسرایلو مشر دغه اعلان له اسرایلو څخه د امریکا د کانګرس د غړو د کتنې پر وخت کړی دی.
دغه اعلان د پېکنګ لخوا په دې وروستیو کې د ګڼو هغو هلو ځلو په دوام شوی چې غواړي په سیمه کې خپل ډیپلوماټیک حضور زیات کړي او هغه هم په داسې وخت کې چې د بایډن د ادارې او د نتن یاهو د حکومت تر منځ درز رامنځ ته شوی.
د نتن یاهو دفتر ویلي، چې چین ته د نتن یاهو دغه ممکنه سفر به د لومړي وزیر په توګه دغه هېواد ته څلورم سفر وي.
دوی ویلي، د بایدن اداره یې چې له چین سره سختې اړیکې لري له دغې بلنې څخه تېره میاشت خبره کړې وه.
خو دوی د سفر د ممکنه نېټې په اړه له څه ویلو څخه ډډه کړې.
چین په دې وروستیو میاشتو کې د منځني ختیځ په ډیپلوماسۍ کې زیات خوځنده رول لوبولی او د اسرایلو، ایران او سعودي عرب ترمنځ یې په اپرېل کې د یو تړون منځګړیتوب کړی او د دې میاشتې په سر کې یې په پېکنګ کې د فلسطیني ولسمشر محمود عباس کوربتوب هم کړی.
اسرایل او چین کلکې اقتصادي اړیکې لري خو له امریکا سره د اسرایلو ډپلوماټیکو او امنیتي اړیکو له چین سره د لا زیاتې همکارۍ مخه نیولې.
د اسرایلو د اوږده وخت وزیر اعظم نتن یاهو د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې وروسته له هاغې بیا قدرت ته راغی چې له الټرا نېشنلېسټ او الټرا اورتوډاکس متحدینو سره یې یو ایتلافي حکومت جوړ کړ چې دا د اسرایلو په ۷۵ کلن تاریخ کې تر ټولو سخت دریځه او مذهبی حکومت ګڼل کېږي.
وروسته له هاغې چې په جنورۍ کې د اسرایلو په قضایه سیستم کې ستر بدلونونه رامنځ ته شول په داسې حال کې چې نتن یاهو هم د فساد له تورونو سره مخ دی، د اسرایلو حکومت د واشنګټن له نیوکو سره مخ شو.
په عدلیه سیستم کې د دغو پراخو بدلونونو او د حکومت لخوا په لویدیځه غاړه کې د شویو پرمختګونو له امله، نتن یاهو ته تر اوسه د واشنګټن بلنه نه ده ورکړل شوې.
په داسې حال کې چې د اسرایلو د مشرانو لپاره دغه ډول لیدنې یو نورمال کار وي.