لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو لوی اختر ته 2178 بندیان خوشي کړل، د مطیع الله ویسا ورور وایي: مور مې ویسا ته سترګې پر لار وه


واشنګټن ــــ پر افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت د لوی اختر په مناسبت تر دوه زره زیات بندیان خوشي کړي دي خو د تعلیم مبارز مطیع الله روهیال، شاعر او لیکوال ذبیح عیار، افغان اصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي او ګڼ شمېر نور کسان یې لا په بند کې ساتلي دي.

د طالبانو سپریم کورټ د نهې- سه شنبې په ورځ په یو بیان کې لیکلي چې د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د سپریم کورټ د ستر قاضي په امر یې هغه کسان خوشي کړي چې د دوی په وینا "د عفوې [بخښنې] مستحق" وو:

"د هېواد په کچه له زندانونو څخه 2,178 هغه زندانیان خوشي شول او 489 نور بندیان چې د تخفیف وړ وو د بند په موده کې تخفیف [کموالی] ورکړل شو".

په بیان کې ویل شوي چې د دغو کسانو د خوشي کېدو یا د نورو د بند د کمولو لپاره د طالبانو "بېلابېل پلاوي" جوړ شوي وو، خو دا یې نه دي ویلي چې دغه کسان په څه جرمونو تورن وو او کوم یې چې نه دي خوشي کړي هغوی ولې "د بخښنې مستحق" نه وو.

د مطیع الله ویسا کورنۍ د هغه د روغتیايي حالت په اړه اندیښنه ښيي او ویلي دي چې د طالبانو د امنیتي ساتونکو کله هغه نیولی بیا یې ورسره هیڅ ډول اړیکې نه شته.

د مطیع الله ویسا مشر ورور عطاء الله ویسا وایي، پر دې خبره ډېر افسوس کوي چې ورور یې دا دویم اختر د طالبانو په "غیرقانوني" بند کې تېروي او چې د خوشي شویو کسانو په فهرست کې نه شته دا "له انصافه" لرې خبره ده. ویسا وي او اې ډیوه ته وویل:

"د کورنۍ اندېښنې مو زیاتې دي خصوصاً زما د مور ځکه چې موږ هغې ته ډېرې وعدې ورکړې وې چې مطیع الله به اختر ته را خلاسېږي، زموږ خبرې له یو شمېر مسئولینو سره روانې دي، یو شمېر قومي‌ مشران په دې کې لګیا دي خو له بده مرغه هغه را خوشي نه شو نو زه نور هغې ته وعدې نه شم ورکولای او له دې کبله مې مور ته مې لا د اختر مبارکي‌ هم نه ده ورکړې".

د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل یو ځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د "قلم لار" ټولنې مشر او په افغانستان کې د تعلیم لپاره مبارزه کوونکی مطیع الله ویسا دې بې له قید او شرطه سمدستي خوشی کړي.

ایمنیسټي انټرنېشنل د سه شنبې- نهې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي، چې د طالبانو له خوا په خپلسرې توګه د مطیع الله ویسا د نیولو او په بند کې د ساتلو درې میاشتې پوره شوې:

"د نړیوالو بشري قوانینو له مخې په پرله پسې ډول په بند کې د هغه ساتل د بیان د ازادۍ د حق او په سوله ییز ډول د غونډو د جوړولو د حق ښکاره سرغړونه ده. د طالبانو واکمنه اداره باید سمدستي او بې قید و شرطه مطیع الله ویسا خوشی کړي".

مطیع الله ویسا د «قلم لار» ټولنې مشر دی چې د مارچ میاشتې پر 27مه یې د کابل په خوشال خان مېنه کې له خپل یو مشر ورور سره په یو جومات کې د مازدیګر لمونځ کړی وو او را وتلو سره سم د طالبانو د استخباراتو کسانو نیولی وو. د هغه تر نیولو یوه ورځ وروسته یې د هغه کور هم تالاشي کړی وو.

دا لومړی ځل نه دی، چې ایمنیسټي انټرنېشنل د مطیع الله ویسا د خوشي کېدو غوښتنه کړې، تر دې وړاندې د مې میاشتې په لومړیو کې هم دغه تنظیم د هغه او د بشري حقونو د ځینو نورو افغان فعلانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

له مطیع الله ویسا سره سره یو افغان اصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي، په غزني کې نیول شوی شاعر او لیکوال ذبیح عیار، یو بل شاعر او لیکوال حسیب احراري، د پوهنتون استاد رسول پارسي او څو تنه نور مدني فعالان حمزه الفت، شمس الرحمان هم له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو په بند کې دي.

پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو د طالبانو له حکومته غوښتي چې د لوی اختر په مناسبت باید مطیع الله ویسا، ذبیح عیار او نور هغه کسان هم له بنده خوشي کړي چې د دوی په وینا کوم جرم یې نه دی کړی.

که څه هم ددغو فعالانو د خوشي کېدو لپاره د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړیوالو ادارو د طالبانو له حکومته غوښتنې کړې خو هغوی تر اوسه دا فعالان په خپل بند کې ساتلي دي او د رپوټونو له مخې د قانوني دفاع حق یې هم نه دی ورکړی.

د طالبانو حکومت د ایمنیسټي انټرنېشنل غوښتنې ته لا څه جواب نه دی ویلی، خو یو مدني فعال نورايل کليوال چې شاوخوا درې نيمې میاشتې وړاندې یې نیولی وو تېره ورځ له بنده خوشي کړی دی.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له وي‌او اې اشنا اخیستل شوي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG