لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نن غټ اختر نمانځل کیږي


په داسې حال کې چې په سعودي عرب،افغانستان اؤ دنړۍ یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو کې پرون دچهارشنبې په ورځ دغټ اختر وړومبۍ ورځ نمانځل شوې ده ، پاکستان کې نن د زیارت په ورځ داختر ورځ نمانځل کیږي.

داختر په لمړۍ ورځ‌ داختر دنمونځ نه وروسته مسلمانان دڅاروؤ په قرباني کولو سره د ابراهیم علیه السلام سنت تازه کوي اؤ بیا دا لړۍ داختر تر دریمې ورځې روانه وي.

داختر د ورځې پخپل پیغام کې دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف ټول قام اؤ دنړۍ مسلمانانو ته مبارکي ویلې ده اؤ په خلکو یې غږ کړی دی چې داختر په خوشحالیو کې لاچاره اؤ بې وزله خلک له پامه ونه غورځوي.

وزیراعظم شهباز شریف پخپل پیغام کې د روانې ګرانۍ یادونه هم کړې ده اؤ ویلي یې دي هغه ته احساس دی چې پاکستان دا وخت دګرانۍ په زد کې دی خو وایي ګراني زیاتره دبهرنیو عواملو زیږنده ده.

هغه په شتمنو خلکو غږ کړی دی چې دغټ اختر په خوشحالو کې د محتاجه اؤ ضرورتمندو خلکو سره مرستې وکړي اؤ په ځانګړي ډول باید د تېر کال دسیلابونو له امله بې کوره شوي خلک په یاد وساتي.

دپاکستان دپوځ له لوري هم دغټ اختر په مناسبت جاري شوي یو پیغام کې ټول قام اؤ مسلمان امت ته مبارکي ویل شوې ده .

دایي ایس پي ار لخوا په جاري شوي بیان کې دپاکستان د وسله بندو پوځونو دخدماتو دټولو څانګو دمشرانو له خولې ویل شوي چې غټ اختر مونږ ته د امن ،یووالي اؤ دانسانانو دښېګړې لپاره د بې لوثه قربانۍ درس راکوي.

دپوځ بیان کې ویل شوي چې نن دهغو شهیدانو دیادولو اؤ دهغوي قربانیو ته د عقیدت وړاندې کولو ورځ ده چې دپاکستان لپاره یې ځانونه قربان کړي دي.

سږکال پاکستان کې غټ اختر په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په دې وروستیو کې هیواد کې دترهګرۍ لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ دملک د څلور واړو صوبو اؤ پلازمینې اسلام اباد د پولیس چارواکو ویلي چې داختر په موقعه یې دامنیت نیولو لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG