واشنګټن - اسرایل د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې د هغه هېواد جاسوسي ادارې – موساد – په ایران کې دننه یو عملیات ترسره کړي او د یوې ایرانۍ ډلې مشر یې نیولی چې غوښتل یې په قبرس کې په اسرایلي تاجرانو باندې حمله وکړي.
د موساد استخباراتي ادارې په یو بیان کې ویلي: «د ایران په خاوره کې د یو بې مثاله عملیات په ترڅ کې موساد د ډلې مشر ګرفتاره کړ، کوم چې په پلټنو کې یې په تفصیل سره اقرار وکړ او د هغه په بنیاد د قبرس حملې تر شا شامله ترهګره ډله معلومه او تباه کړی شوه.»
ایراني چارواکو سمدستي د دې دعوې په اړه څه ندي ویلي.
د اسرایل استخباراتي ادارې، موساد، دا ونه ویل چې یاد تن یې چرته نیولی، اوس هغه چرته دی، او نه یې دا ویلي چې قبرس کې به په اسرایلي تاجرانو څه وخت حمله کېدله. د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتېنیاهو د اتوار/یکشنبې په ورځ ویلي و چې د یوې حملې مخه ونیول شوله، مګر نور جزئیات یې څرګند نه کړل. د قبرس هېواد چارواکو هم په دې اړه مطبوعاتو ته څه معلومات ورنکړل.
د اسرایل استخباراتي ادارې ویلي چې په ایران کې د دوی له خوا ګرفتاره کړی شوی تن، یوسف شهبازي عباسعلي لو نومیږي. موساد زیاته کړې چې دغه تن ته «د ایران د انقلابي دستو/سپاه پاسداران جګپوړو چارواکو اسلحې او په جزئیاتو هدایات ورکړي و.»
د نتېنیاهو دفتر، چې د موساد استخباراتي اداره یې د نظر لاندې کار کوي، یوه ویډیو خوره کړې چې په کې عباسعلي لو ښکاري او هغه په کې د سپاه پاسداران له غړو سره د خپلو خبرو اترو یادونه کوي.
بنیامین نتېنیاهو چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ یې د هځیریم په هوایي اډه کې خبرې کولې، وویل چې ملک یې بې امانه کار کوي چې په اسرایل باندې د ایران او د هغه د ګوډاګیانو حملې شنډې کړي.
ایران او اسرایل د ډېرې اوږدې مودې راهېسي دښمنان پاته دي. اسرایل په ایران تور لګوي چې د تندلارو ډلو ملاتړ کوي چې په اسرایل حمله وکړي. بل اړخ ته ایران وایي چې اسرایل د یو شمېر ایراني چارواکو په هدفي وژنو کې لاس لري.