د پاکستان په پنجاب صوبه کې د احمدي ټولنې وياند وايي، پاکستان کې د اوږدې مودې راهسې د احمديانو بشري حقونه پامال کيږي او مذهبي ازادي ورته نشته، خو د پاکستان حکومت تل دعوه کړې په دې يقين لري چې د خپلو وګړو مذهبي حقونو او ازاديو ته وده ورکړي او ساتنه یې وکړي.
د احمدي ټولنې وياند عامر محمود وي او اې ډیوه ته وويل، د تېرو څو کلونو راهسې د لوی اختر په موقع په احمديانو پابندي لګول کيږي چې د څاروو قرباني به نه کوي.
هغه وويل سږ کال هم په پنجاب صوبه کې پوليسو په زوره د احمديانو نه په لیکلې بڼه ضمانتونه اخیستي چې قرباني به نه کوي. هغه وويل دغه پېښې زياتې په پنجاب صوبه او پاکستان تر ولقې لاندې کشمير کې شوې دي.
د وي او اې اردو د خبر ترمخه د پنجاب صوبې د کورنيو چارو محکمې په 23 جون يوه اعلاميه خپره کړې او د صوبې 36 ضلعو مرستيال کمشنرانو ته دغه اعلاميه لېږل شوې او ورته ویل شوي په لوی اختر کې احمدي ټولنه د قربانۍ هڅې کوي او په هغې مسلمانان اعتراض کوي او مذهبي مسله ترې جوړيږي.
د داخله محکمې په اعلاميه کې ویل شوي مرستيال کمشنران او پوليس افسران دې د وړاندې ګامونه پورته کړي چې د امنیت مسله جوړه نه شي.
په ټولنيزو رسنیو هم داسې ويډيوز خپرې شوي دي، په ويډيوز کې موجود کسان وايي پوليسو ورته باور ورکړی قاديانيان به د اختر لمونځ نه کوي، په خپلو عبادتخانو کې او نه به په کورونو کې او يا بهر د څارو قربانۍ کوي ځکه چې په دوی د مذهب د سپکاوي مادې لګېدی شي.
په ټولنيزو رسنيو د پوليسو ويډيوز هم خپرې شوي، پوليس پکې د غېر مسلمانانو خبره کوي چې قربانۍ کوي که څوک غېر مسلمه قرباني کوي اول دې مسلمان شي کنه څوک چې مسلمان نه وي او قرباني یې وکړه پرضد به یې سخته کارروايي کولی شي.
احمدي وياند وايي، دوی د قانون پابندي کوي د پاکستان د وګړي په حېث د دوی حق دی چې په خپل مذهب په پوره ازادۍ سره عمل وکړي.
وي او اې ډيوه په احمديانو د قربانۍ د بنديز په حواله د پنجاب صوبې د اطلاعاتو وزير عامر مير سره د رابطې هڅه کړې خو هغه ځواب نه دی ویلی.
پاکستان کې د مذهبي لږکیو د حقونو په سرغړونو او ځورولو ملګري ملتونه، د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ډلې او امریکا هم وخت په وخت اندېښنې څرګندوي.
تېر د مې په میاشت کې د امريکا د نړيوالو ازاديو کمېشن يا کمېشن ان انټرنيشنل ريليجس فريډم د کال 2022 په رپورټ کې سپارښتنه کړې وه چې د امريکا حکومت دې د يو شمېر نورو هېوادونو سره په پاکستان، افغانستان او چين بندېزونه ولګوي ځکه په دغو هېوادونو کې د مذهب په سر کرکه او د بشري حقونو نه سرغړونه روانه ده.
په امریکايي رپورټ کې د پاکستان په اړوند ویل شوي وو، په پاکستان کې د مذهبي ازادۍ حالت د تېر په څېر خراب روان دی او مذهبي لږکۍ ډلې په نخښه کيږي. د مذهب د سپکاوي د قانون په ترڅ کې يا خو د نورو عقيدو منونکي وژل کيږي او يا په جيلونو کې اچول کيږي.
د رپورټ ترمخه د مذهب د سپکاوي تور تر ډېره په اقليتونو لګول کيږي او شيعه مسلمانان او غېر مسلمه ګرځول شوې احمديه ډله په خصوصي توګه هدف کيږي. د خلکو د خپلې خوښې انصاف روان دی او د ګډ تشدد پېښې روانې دي.
پاکستان په امريکايي رپورټ کې شوې دعوې بې بنياده ګرځولې او په کلکه یې رد کړې وې.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهره بلوڅ په یوې خبري غونډه کې د امریکايي رپورټ په غبرګون کې ويلي وو، د پاکستان ايين د ټولو پاکستانيانو د ازادۍ او حقونو د ساتنې دپاره، پرته د دوی د عقيدې، په پراخه کچه د قانوني، پاليسي او مثبته اقداماتو دپاره کلک چوکاټ لري.
هغې ویلي وو، دا حقونه او اييني ضمانتونه د يوې ازادې عدليې د لارې خوندي او په ځای دي، او پاکستان په دې پوخ يقین لري چې د هر رياست دا اساسي زمه واري ده چې د خپلو وګړو مذهبي حقونو، او ازاديو ته وده ورکړي او ساتنه یې وکړي.