لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمود خان اڅکزی: طالبان او ټول افغان مشران دې خبرو ته کښېني، په زور "د باچهۍ اړولو" مخالف یو


واشنګټن ــــ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي ګوند یې نور په افغانستان کې په زور د واک تر لاسه کولو مخالفت کوي او وایي باید ټول افغانان د روغې جوړې لپاره سره کښېني.

د لوی اختر پر درېیمه د بلوچستان په ګلستان سیمه کې ولسي غونډې ته په وینا کې محمود خان اڅکزي د افغانستان پر اوسنیو حالاتو ډېرې خبرې ونه کړې او نه یې د ښځو پر کار او د نجونو پر تعلیم د طالبانو د بندیزونو په اړه څه وویل، خو وایي:

"پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په افغانستان کې د باچهۍ اړولو ملاتړ نه کوي، په زور به په افغانستان کې څوک باچهي نه اړوي".

په زور له باچهۍ اړولو یې مقصد د وسلو په زور واک تر لاسه کول دي، خو خپله طالبانو سره له دې چې په 2020م کال کې یې له امریکا سره د دوحې په تړون کې د اشرف غني له تېر حکومت سره د خبرو اترو په نتیجه کې په سوله ییز ډول د واک د منتقلۍ ژمنه کړې وه، مګر د 2021م په اګست کې د وسلو په زور واکمن شول.

محمود خان اڅکزي طالبان مخاطب کړل او ورته ویې ویل چې نړۍ دوی ته بهانې غواړي او د ده په وینا د افغانستان قدرتي وسایل ترې لوټل او "ځان په ور ګډول" غواړي، وایي په داسې حالاتو کې "له هنره" کار اخیستل پکار دی.

ښاغلي اڅکزي طالبانو ته وړاندیز وکړ، چې څنګه د تېر افغان حکومت په مهال په دوحه او ماسکو کې د افغانستان له بېلابېلو سیاسي، قومي مشرانو، ټولنیزو شخصیتونو او دیني عالمانو سره خبرو ته کښېنستل اوس بیا د دې اړتیا ده:

"طالبه مهرباني وکړه له دې خلکو سره حال وکړه، ګرد افغان سره کښېنئ، د خلکو بیا موږ ته اراده ده". هغه دا خبره سپینه نه کړه چې له "خلکو" یې مقصد څوک دي او د هغوی څه "اراده" ده؟

طالبانو تر اوسه د محمود خان اڅکزي غوښتنې او وړاندیز ته څه جواب نه دی ویلی، د نړۍ هېوادونو هم بیا بیا له طالبانو غوښتي چې له ټولو افغان سیاستوالو او مذهبي او قومي اقلیتونو سره په ګډه یو داسې نظام جوړ کړي چې ټول پکې استازیتوب ولري، خو طالبان وایي حکومت یې ټولشموله دی.

محمود خان اڅکزي طالبانو ته وړاندیز وکړ، چې له دواړو مخکینیو ولسمشرانو حامد کرزي، اشرف غني، د وحدت اسلامي ګوند له مشر محمد محقق او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په ګډون له ټولو سیاسي مشرانو او د ټولنیزو تنظیمونو له استازو سره خبرو ته کښېني:

"که په ماسکو کې سره کښېنئ که په دوحه کې بیا سره کښېنئ او خپل هدفونه ښکاره کړئ چې څه کوو، طالبه پر دې مه ټینګېږه چې زه له چا سره نه کښېنم، هغو نورو [د دوی مخالفینو] ته هم وایو چې ګواکې امریکا د طالب مخالفه ده نو نه سره کښېنو، پښتونخوا د دې مخالفه ده".

اشرف غني د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په عرب اماراتو کې ژوند کوي، خو حامد کرزی، ډاکټر عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او ځینو نور سیاسي مشران په افغانستان کې دي، خو سیاسي فعالیتونه یې درېدلي دي او په رسنیو کې هم نه لیدل کېږي.

طالبانو په څه کم دوه کلنه واکمنۍ کې تر اوسه اشرف غني یا په تېر جمهوري حکومت کې شاملو مشرانو ته د سولې د خبرو څه وړاندیز نه دی کړی، خو محمود خان اڅکزی وایي دی پکې منځګړتوب ته تیار دی ځکه چې وایي افغانستان نور جنګونه نه شي زغملای.

طالبان خپل حکومت ټولشموله ګڼي، خو د افغانستان د ګوندونو او مذهبي اقلیتونو استازیتوب پکې نه شته، د نجونو اعلی تعلیم یې ځنډولی، په سرکاري او غیرسرکاري ادارو کې یې د ښځو له کار سره سره د ملګرو ملتونو په وینا د ښځو د محدودولو لپاره شاوخوا 50 فرمانونه عملي کړي دي.

نړۍ د ټولشموله حکومت نه جوړولو، په خپله کابینه کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې د شاملو طالب مشرانو د ور ګډولو او د ښځو د حقونو د محدودولو له کبله د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د افغانستان بېنک شاوخوا اووه اربه ډالر یې کنګل کړي‌ دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG