امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په ډيره اسماعیل خان سیمه کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې په کې د پاکستاني طالبانو د یو مهم کمانډر په ګډون لږ تر لږه درې وسله وال وژل شوي دي.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي دا عملیات د اتوار/یکشنبې ورځې په سهار د ډيره اسماعیل خان په کلاچۍ سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوي دي.
سرچینو ډیوه ته وویل پوځي عملیاتو کې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو د اکرام، سعود اؤ جمعه خان په نومونو شوې ده .
د پاکستان پوځ یا سیمه ییزې انتظامیې لا په رسمي ډول د دې عملیاتو په اړوند ځه نه دي ویلي خو دسیمې نه پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته وویل پېښه کې وژل شوي کسان د تحریک طالبان پاکستان وسله وال وؤ چې په امنیتي ځواکونو بریدونو اؤ یو شمیر نورو جرایمو کې ککړ وؤ اؤ امنیتي ځواکونه یې له ډیره وخته په لټه کې وؤ.
تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې پوځ پخپل بیان کې ویلي وؤ د خېبر پښتونخوا په ټانک اؤ قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې یې د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې په کې شپږ ترهګر وژل شوي دي.
د آی اېس پي ار په بیان کې ویل شوي وؤ چې دغه عملیات د29م او 30م جون په منځ شپه کې د ټانک ضلعې په منزئ سیمه کې اؤ د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې ترسره شوي چې د شپږو ترهګرو د وژلو دعوه په کې شوې وه.
په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې د پوځ اؤ نورو امنیتي ځواکونو پرضد د ترهګریزو بریدونو لړۍ کې چټکتیا لیدل شوې چې د دې بریدونو پړه زیاتره وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان اؤ داعش په غاړه اخلي.
نن د اتوار/یکشنبې په ورځ هم د بلوچستان ایالت د شېراني سیمې په غرونو کې د امنیتي ځواکونو یوه پوسته باندې وسله والو برید کړی چې څلور امنیتي عسکر په کې وژل شوي دي.
د ترهګرو بریدونو کې د چټکتیا سره سم پوځ هم وایي چې دزاستخباراتي معلوماتو په اساس یې د هیواد بیلابیلو سیمو کې د پټو ترهګر اؤ تندلارو پرضد خپل عملیات چټک کړي دي.
تېره اوونۍ پوځ دعوه کړې وه چې د افغانستان دپولې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې یې هم د ترهګرو پرضد د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي چې درې وسله وال په کې وژل شوي دي.
سرچینو ویلي په دغو عملیاتو کې پاکستان کې د داعش مهم مشر شفیع الله هم وژل شوی چې امنیتي ځواکونو یې په سل شل لکه روپۍ انعام ویستی ؤ.
په 21م جون شمالي وزیرستان کې د ډپټي کمشنر په کور د راکټونو برید شوی ؤ چې پخپله ډپټي کمشنر دغه برید کې خوندي پاتې شوی ؤ خو د هغه ډرایور په کې ژوبل شوی ؤ.
د دې پېښې نه یوه ورځ وړاندې د شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې په پوځ بمي برید شوی ؤ چې دپوځ په وینا دوه عسکر په کې وژل شوي وؤ.
همدغه شان په 12م جون هم دشمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کې دسړک دغاړې دیو ماین په چاودنه کې دامنیتي ځواکونو یو سرتېری وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.
تر هغې وړاندې د جون په 10مه شمالي وزیرستان کې د وسله والو په برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي وو. په ځوابي عملیاتو کې پوځ د څلورو وسله والو د وژلو دعوه هم کړې وه.
په پینځم جون شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ یوه بله نښته کې دوه پوځیان وژل شوي وؤ اؤ پوځ د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه.