د پاکستان پوځ ویلي، د بلوچستان صوبې په هوشاب ضلع کې د ترهګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې دوه افسران، مېجر او نايک وژل شوي دي.
پوځ د اتوار/ يکشنبې په ورځ ناوخته ويلي، امنيتي ځواکونو ته کره استخباراتي اطلاع وه، په امنيتي ځواکونو او عامو خلکو بريدونو او بمي چاودنو کې ککړه ترهګره ډله په بالور سيمه کې تيريږي، او امنيتي ځواکونو دغلته جنګي ګزمه پېل کړې وه.
د پوځ ترمخه، امنیتي ځواکونو د دوی مخه نيوله په دغه مهال ترهګرو په ګزمه بوختو ځواکونو ډژې پېل کړي دي.
پوځ ويلي، د ترهګرو سره په نښته کې مېجر ثاقب حسېن او نايک باقر علي وژل شوي او يو عسکر ژوبل شوی دی. او د پېښې وروسته په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.
په سمدستي توګه د پېښې زمه واري چا نه ده منلې، خو په دغو سيمو کې د زياترو بريدونو زمه وارۍ بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې مني.
د بلوچستان هوشاب ضلع د تربت، اواران او پنجګور په مينځ کې پرته ده.
د مې په میاشت کې د پاکستان پوځ ویلي وو، په هوشاب کې یې په عملياتو کې شپږ تنه بلوڅ وسلوال وژلي وو.
هغه وخت ويل شوي وو، د وژل شوو کسانو پېژندګلو د بلوچستان صوبې د بېلا بيلو علاقو سره شوې وه.
په هوشاب کې وخت په وخت د پاکستان پوځ د ترهګرو د وژلو دعوې کوي خو په دغو سيمو کې په امنیتي ځواکونو بریدونه هم کيږي او د زياترو بريدونو زمه وارۍ بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې مني.
د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزير میر ضيا لانګو له دې وړاندې په بلوچستان کې د ترهګرو پېښې په اړه ویلي، بلوچستان د افغانستان او ايران سره پولې لري، او دوی ګڼي صوبې ته ترهګر د بهر نه راځي.
هغه ویلي، بلوچستان کې دغه ستونزه موجوده ده، د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره پکار ده پاکستان او ګاونډي هېوادونه یې په شريکه مخنيوی وکړي.
نزدې يوه اوونۍ وړاندې د بلوچستان صوبايي حکومت په غټو لارو [های وېز] د چيک پوستو ختمولو ويلي وو.
د سرکاري خبري ادارې [رېډيو پاکستان] ترمخه په صوبه کې په غټو لارو د چيک پوستو ختمولو پرېکړه د کابينې په غونډه کې شوې، او ويل شوي وو که بل هر ځای چيک پوسته جوړيږي د داخله محکمې نه به اجازت اخلي.