لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اردوان اشاره ورسوله چي ترکیه په نېټو کې د سویډن د غړیتوب تصدیق کولو ته نده تیاره


واشنګټن - د ترکیې صدر رجب طیب اردوان د ګل/دوشنبې په ورځ اشاره وکړه چې ملک یې آماده نه دی چې په نېټو کې د سویډن غړیتوب تاييد کړي. هغه وویل چې سټاکهولم ته په کار ده چې د خپلې «کورنۍ دندې/هوم ورک» د پوره کولو دپاره ډېر کار وکړي.

اردوان چې د کابینې د یو مجلس نه پس یې خبرې کولې، د قرآن سوځولو هغه عمل یې هم بیا وغندلو چې تېره هفته په سویډن کې ترسره شو. هغه دا کار د مسلمانانو په ضد د نفرت جرم وګرځولو.

اردوان زیاته کړه: «مونږ دا واضحه کړې ده چې د ترهګرو تنظیمونو په خلاف پرعزمه جګړه او اسلاموفوبیا زمونږ سره کرښه ده. هرڅوک باید دا ومني چې د ترکیې ملګرتیا د ترهګرۍ په ملاتړ او یا ترهګرو ته په ځای ورکولو، نه حاصله کیږي.»

ترکیې په نېټو کې د سویډن شاملېدو ته خپله حتمي منظوري ځنډولې ده، او هغه ملک یې تورن کړی چې د اسلام ضد مظاهرو او د هغو ډلو په وړاندې نرمه رویه کوي کوم چې آنکارا یې خپل قامي سلامتیا ته خطره ګڼي. په دې کې هغه تندلاري کوردي ډلې شاملې دي چې په ترکیه کې یې د لسهاوو کلونو راهېسي خونړي جنګونه ترسره کړي دي.

د کردستان د کارګرانو پارټۍ (پي کې کې) د اته دېرش (۳۸) کلونو راهېسي د ترکیې خلاف جنګیږي او په دې جنګ کې لسهاوو زره کسان مړه شوي دي. امریکا او یورپي اتحاد، پي کې کې د ترهګرو ډلو په لېست کې شامله کړې ده.

د نېټو مشران د جولائی په ۱۱ او ۱۲ نېټه په لېټوانیا کې غونډه کوي او غواړي په هغې غونډې کې سویډن په نېټو کې شامل کړي. په نېټو کې د شاملېدو دپاره په کار ده چې د دې ائتلاف ټول غړي هېوادونه په اتفاق سره مثبته رایه ورکړي، مګر د سویډن په برخه کې تر اوسه ترکیې او هنګري خپله حتمي فیصله نده کړې.

د ترکیې صدر رجب طیب اردوان د ګل/دوشنبې په ورځ وویل: «د دې په ځای چې د توجو اړولو په تاکتیکونو سره وخت ضایع کړی شي، مونږ په دې باور یو چې د وعدو پوره کول به ډېره منطقي خبره وي. مونږ دوی ته مشوره ورکوو چې خپل سر دې په ګرېوان کې کړي او ځان ته سپارل شوې دنده دې په بهتره طریقه ترسره کړي.»

د رجب طیب اردوان مقصد هغه یادداشت و چې د سویډن او فېنلېنډ سره تېرکال دستخط کړی و او دې ته راضي شوي و چې د ترکیې فکرمندیو ته توجو وکړي. مګر په هغه یادداشت کې د اسلاموفوبیا سره مقابله شامله نه وه.

تېره هفته د سویډن په پایتخت سټاکهولم کې پولیسو د قرآن سوځولو یوې مظاهرې ته اجازت ورکړ. سویډني چارواکي وایي، دا آزادي رای ده.

سویډن او فېنلېنډ کلونه کلونه د بې طرفۍ پالیسي پر مخ وړې ده، مګر په اوکراین باندې د روس د حملې نه پس، دواړو ملکونو فیصله وکړه چې فوري به په نېټو کې شامله کیږي. خو نېټو کې شاملېدل یې اوس د ترکیې د موقف له کبله د چلېنج سره مخ شوی دی.

فېنلېنډ د سږکال په اوایلو کې نېټو کې شامل شو او د ترکیې پارلېمان هم د هغه تایید وکړ. مګر د سویډن غړیتوب به ترکیه تایید کړي او که نه، تر اوسه ښکاره نه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG