لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو حکومت په یوه میاشت کې د ښځو د سینګار ځایونو د بندولو امر کړی دی


واشنګټن ــــ د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پر ښځو د بندیزونو یو بل تازه ګام اخیستی، په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې یې د ښځو د سینګارځایونو مالکانو ته ویلي، چې خپل کارونه بند کړي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د لوی اختر په وینا کې ویلي وو، چې ژر به په افغانستان کې بشپړ او واقعي اسلامي نظام عملي‌کړي او وایي په دې کار کې به د نړۍ د هیڅ هېواد تر اثر لاندې را نه شي.

رویټرز خبري ایجنسۍ وایي د وزارت ویاند محمد صادق عاکف د سه شنبې- نهې په ورځ ویلي، چې دغو سینګارځایونو ته په یوه میاشت کې دننه د بندېدو امر شوی دی.

اسوسیېټیډ پریس خبري ایجنسۍ وایي د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې- چې د جون پر 24مه جاري شوی- ویل شوي چې دا اقدام یې د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده د زباني امر په بنیاد کړی دی.

د دې امر له مخې به یوه میاشت وروسته ښځې د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د سینګار ځایونو د چلولو اجازه ونه لري. په اعلامیه کې د کابل بلدیې یا ښاروالۍ څخه غوښتل شوي چې له دې وروسته ښځو ته د سینګار ځایونو د پرانیستلو لایسنس ور نه کړي.

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دې پرېکړې په بنیاد په کابل او ولایتونو کې د ښځو د سینګارځایونو بورډونه او انځورونه پاک کړي وو.

د وي او اې اشنا د رپوټ له مخې په افغانستان کې له اوږدې مودې راهیسې په ښارونو کې د ښځو سینګارځایونه وو، خو په تېرو شلو کلونو کې ډېر زیات شوي وو.

په کابل کې د یوه سینګارځای خاوندې د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ته وویل، چې تر اوسه یې د طالبانو د امر بالعمروف وزارت له خوا د کار بندولو څه امر نه دی تر لاسه کړی.

خو په بغلان کې ځینو سرچینو د نوم نه اخیستو په شرط وي او اې ته وویل، چې په دغه ولایت کې د ښځو ټولو سینګارځایونو ته د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت امر په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

طالبانو د 2021 کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسېدلو وروسته په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو باندې بندیزونه لګولي دي.

څه کم دوه کاله کیږي په دغه هیواد کې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو کې د نجونو تعلیم ځنډولی شوی او د تېر 2022م کال د دسمبر له 20مې وروسته په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې له تعلیمه محرومه شوې دي.

طالبانو په خپل تېر حکومت کې هم داسې "اسلامي نظام" عملي کړی وو، چې د ښځو پر تعلیم او کار یې بشپړ بندیز لګولی وو او په اوسني حکومت کې یې هم د هغوی پر تعلیم له بندیز سره سره په سرکاري او غیرسرکاري ادارو کې د ښځو کار یا ډېر محدود کړی یا یې منع کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي وو چې د 2021م کال له ستمبره بیا د 2023م کال تر مې میاشتې پورې د طالبانو حکومت د ښځو د محدودولو لپاره تر 50 ډېر فرمانونه جاري کړي دي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې ښځې پارکونو، حمامونواو ورزشي کلبونو ته له تللو هم منع کړې او له کوره بهر د حجاب له اغوستلو سره سره یې ورته امر کړی چې له کورني محرم پرته اوږده سفرونه ونه کړي.

د بشري حقونو نړیوالو ادارو د طالبانو د حکومت دا اقدامات د ښځو خلاف یو منظم جنسیتي اپارتایډ یا توپیر بللی او له طالبانو یې بیا بیا ددغو ټولو بندیزونو د لرې کولو غوښتنې کړې دي .

خو د طالبانو د حکومت په پرله پسې ډول دا په خپلو کورنیو چارو کې د بهرنیو لاسوهنه ګڼي او وایي د "اسلامي شریعت" په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG