واشنګټن - ايران د روان کال په وړومبو شپږو مياشتو کې کم نه کم 354 تنو ته د مرګ سزا ورکړې. د بشري حقونو کارمندان وايي د تېر کال په نسبت سږ کال ايران د غټو سزاګانو ورکولو لړۍ تېزه کړې ده.
د بشري حقونو ډلو تهران په دې تورن کړی چې د مرګ په سزاګانو کې زياتوالی ښيي د مذهبي پوليسو په ولقه کې د ځوانې مهسا اميني د مرګ وروستو چې کوم په ملکي کچه احتجاجونه وشول نو ايران د هغې د وجې په ټولنه کې ويره خؤروي.
په ناروې کې د ايران د بشري حقونو تنظيم ويلي د جون تر اخره ايران په تېرو شپږو مياشتو کې 354 تنه تېزندي کړي چې د تېر کال په نسبت د مرګ په سزاګانو کې سږ کال 36 فیصده زياتوالی راغلی.
تېر کال په دومره وخت په ايران کې 261 تنو ته د مرګ سزاګانې ورکړل شوې وې.
دا ډلې وايي غير فارسيبان خلک په ګڼ شمېر کې د دې سزاګانو سره مخ دي او نزدې 20 سزا شوي تنه لږکي سني مسلمانان بلوچان دي. دوی وايي 206 تنه د منشياتو په مقدمو کې سزا شوي چې د تېر کال په نسبت پکې دې کال 126 سلنه برخه زياتوالی راغلی.
د بشري حقونو ډله وايي په سزا شوو خلکو کې شپږ ښځې هم دي او دعوه کوي دوه کسان يې د ولس په مخ کې ځړولي دي.
د ايران د بشري حقونو د تنظيم مشر محمود اميري مقدم وايي “د مرګ سزا په ټولنه کې د ويرې خؤرولو د پاره ورکول کيږي چې د نورو احتجاجونو مخه پرې ونيسي”.
مقدم وايي د دې خلکو اکثريت په ټولنه کې د کم نسله ګڼل شوو خلکو دی او لا په نشو راوړېدلي کسان دي چې د کمزورې طبقې وګړي دي. دا ډله وايي تېر کال ايران 582 تنو ته د مرګ سزا ورکړې چې تر اوسه د ټولو زيات شمېر دی.
ايمنېسټي انټرنيشنل وايي د چين نه وروستو ايران د نړۍ په کچه دويم هېواد دی چې په دومره کچه د مرګ سزاګانې ورکوي. په چين کې د ورکړل شوو سزاګانو شمېر معلوم نه دی.
ايران تر اوسه اووه تنه احتجاج کوونکو ته د مرګ سزا ورکړې او د بشري حقونو ډلې وايي کم نه کم اوه نور احتجاج کوونکي بنديان داسې دي چې د مرګ د سزا سره مخ دي.
یادونه:- د دې رپوټ معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.