واشنګټن ــــ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما له طالبانو غوښتي چې د ښځو د سینګارځایونو د بندولو پرېکړه بیرته واخلي، ځکه چې وایي دا به د دې هېواد اقتصاد خصوصاً د ښځو کاروبارونه اغېزمن کړي.
د افغانستان په سینګارځایونو کې کارکوونکې ښځې وایي، د افغانستان په دې اقتصادي بحران کې د طالبانو دا بندیز به په زرګونو ښځې بې روزګاره کړي او کورنۍ به یې له خطر سره مخ کړي ځکه چې وایي د اکثرو د کورنۍ نارینه کار روزګار نه لري.
ریحان مبارز یوه سینګارجوړوونکې ده، هغې د افغانستان طلوع نیوز ته ویلي، کله چې نارینه د بې کارۍ له کبله خپلې کورنۍ نه شي ساتلای، ښځې مجبوره ده چې په سینګارځایونو کې کار وکړي:
"که دوی دغه بیوټي پارلرز بند کړي موږ به څه کوو، که زموږ نارینه کار پیدا کړي موږ اړتیا نه لرو چې له کوره ووځو، آیا دوی [طالبان] غواړي موږ له لوږې مړه شو؟ ".
د طالبانو د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت د نهې- شورو په ورځ د کابل په ګډون د ټول هېواد د ښځو سینګارځایونو یا بیوټي پارلرز ته امر کړی وو، چې په یوه میاشت کې دننه خپل کارونه بند کړي.
یوناما د شورو- چارشنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې د طالبانو له ښکېلو اړخونو سره خبرې کوي چې خپله دغه پرېکړه بیرته واخلي:
"د ښځو د حقونو په اړه دا نوی بندیز به پر اقتصاد منفي اغېز وکړي او دا کار د ښځو د کاروباریانو لپاره [د طالبانو] له بیان شوي ملاتړ سره په ټکر کې دی".
د بشري حقونو د څار تنظیم د ښځو څانګې یوې مشرې هیدر بار هم د طالبانو دې پرېکړې ته غبرګون ښکاره کړی او پر ټویټر یې لیکلي:
"داسې محسوسېږي چې د طالبانو داسې چارواکي شته چې هغوی ټوله ورځ پر دې خبره فکر کوي که داسې کوم ځای پاته وي چې پکې د افغانو ښځو ټولنه، ملاتړ او خوند پیدا کړي او دوی یې وځپي".
پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر افغانانو هم د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده او وایي دا به ښځې نورې هم له ټولنیز ژونده لرې کړي.
د سمیرا حمیدي په نوم د ښځو د حقونو یوې افغانې فعالې پر ټویټر لیکلي، چې طالبانو پر ښځو باندې جبر ته دوام ورکړی او دې کار ته د "اسلامي شريعت" په نوم جواز ورکوي:
"د ښځو سینګارځایونه یواځیني د ښځو ځایونه دي او د دغو ځایونو بندیز یواځې یو شی ثابتوي چې طالبان ښځو ته د خپلو دښمنانو په سترګه ګوري. زه له هغې ورځې ډارېږم چې ښځې به روغتونونو ته د تګ اجازه ونه لري".
رویټرز خبري ایجنسۍ د نهې- سه شنبې په ورځ د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ویاند محمد صادق عاکف مهاجر له خولې لیکلي وو، چې د ښځو سینګارځایونو ته په یوه میاشت کې دننه د بندېدو امر شوی دی.
عاکف مهاجر نور تفصیل نه دی ورکړی خو د وي او اې د خبر له مخې خبریالانو ته په لېږلي یو لنډ پیغام کې یې ویلي، که چا له دې امر څخه سرغړونه وکړه نو په ضد به یې قانونه ګامونه واخیستل شي.
اسوسیېټیډ پریس خبري ایجنسۍ وایي د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې- چې د جون پر 24مه جاري شوی- ویل شوي چې دا اقدام یې د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده د زباني امر په بنیاد کړی دی.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د لوی اختر په وینا کې ویلي وو، چې ژر به په افغانستان کې بشپړ او واقعي اسلامي نظام عملي کړي او وایي په دې کار کې به د نړۍ د هیڅ هېواد تر اثر لاندې را نه شي.
د یوناما مرستیال مارکِس پوټزل وايي که پر ښځو د طالبانو بندیزونه همداسې دوام ولري نو له نړیوالې ټولنې سره به د وی اړیکې هم هیڅکله ښې نه شي.
ښاغلي پوټزل د جولای پر څلورمه د ملګرو ملتونو له رسنۍ «یو این نیوز» سره په مرکه کې ویلي، افغانستان په نړۍ کې یواځینی هیواد دی چې پکې نجونې تر شپږم ټولګي پورته د تعلیم اجازه نه لري:
"زه باوري یم د طالبانو په ګډون د افغانستان اکثره خلک ددغو حکمونو مخالف دي. هغوی د نجونو د تعلیم پلوي کوي. ما تر اوسه د طالبانو هیڅ داسې رسمي چارواکي سره نه دي لیدلي، چې هغه سکولونو یا پوهنتون ته د نجونو د منع کېدو سره جوړ وي."