(وي او اې -اردو سروس) - ځیني څېړونکي د شانګهای د همکاریو په تنظیم (اېس سي او) کې ایران ته د مستقل غړیتوب ورکول، په سیمه کې د راپیداکېدونکو تبدیلیو نتیجه ګرځوي. د ځینو څېړنکارانو وینا ده چې د امریکا د پابندیو ښکار شوي ایران دپاره دا پلېټفارم د تنظیم له غړو ملکونو سره د تعلقاتو د وسیع کولو مرسته کوي.
د هند په کوربه توب چې د اېس سي او کومه آنلاین غونډه وشوه، په هغې کې ایران ته په باقاعده توګه د یاد تنظیم مستقل غړیتوب ورکړل شو.
د شانګهای د همکاریو تنظیم (اېس سي او) په جوړولو کې، چین او رو اهم کردارونه ادا کړي دي. دا تنظیم په کال ۲۰۰۱ کې جوړ شوی او تر اوسه یې د غړو هېوادونو په فهرست کې د چین او روس ترڅنګ، هندوستان، پاکستان، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان، او ازبکستان شامل و. اوس د ایران په شاملېدو سره، د دې تنظیم د غړو ملکونو شمېر نهو (۹) ته ورسېد.
په اېس سي او کې ایران ته د غړیتوب د حاصلېدو معامله نه صرف د سیمې د ملکونو دپاره یو اهم پرمختګ دی بلکې په نړېواله کچه هم دا معامله د توجو وړ ده.
د امریکې د پابندیو په وجه، ایران ډېره هڅه کوي چې د چین، روس او هندوستان په شان د خطې له اهمو ملکونو سره خپل تعلقات وسیع کړي.
آیا په ایران باندې د لګول شوو پابندیو فشار کمېدلی شي؟
څېړونکي په دې باور دي چې په یو داسې تنظیم کې غړی یا ممبر ګرځېدل چې په کې د سیمې مهم ملکونه لکه هندوستان، روس او چین هم شامل دي، د ایران دپاره یوه سفارتي کامیابي ده. مګر د نړېوالو پابندیو له وجې، د دې امکان کم دی چې په نږدې راتلونکې کې دې د سیمې په سیاسي صورت حال کې کومه لویه سیاسي تبدیلي راشي.
د دفاعي او امنیتي چارو څېړونکی پراوين ساهني وایي چې په اېس سي او کې د ایران مستقل رکنیت، ډېر د اهمیت وړ خبره ده. د هغه په باور، په سیمه کې د طاقتونو توله په تبدیلېدو ده.
ښاغلي ساهني چې د ټلیفون د لارې د نوې ډهلي نه وي او اې سره خبرې کولې، وویل چې ایران د خپل جغرافیايي محل وقوع په وجه، د شانګهای د همکاریو په تنظیم کې ډېر اهمیت پیدا کولی شي، په خاصه توګه داسې وخت کې چې د سترو طاقتونو د سټراټېجیک ځغل په وجه، په خطه کې دوررسه تبدیلۍ په راښکاره کېدو دي.
ایران د خپل جوهري پروګرام په وجه، د یوې مودې راهېسي د امریکې او مغربي ملکونو د تعزیراتو سره مخ پاته دی. مګر هندي څېړونکی، ساهني وایي چې په اېس سي او کې د غړیتوب د حاصلولو نه پس، د ایران سره دا مرسته کېدلی شي چې د هغو تعزیراتو اغېزې راکمې کړي.
په اېس سي او کې په متبادلې کرنسۍ باندې د تجارت خبرې
په ایران باندې د لګولو شوو پابندیو له امله، په امریکایي ډالر باندې هغه ملک ته د تېلو د مصنوعاتو تجارت مشکل و. مګر ماهرین وایي چې په اېس سي او کې د مستقل غړیتوب د حاصلولو پس، اوس شاید د ایران دپاره یوه موقع پیدا شي چې په کومه بله متبادله کرنسۍ تجارت وکړي.
د چین صدر شي جن پنګ او د روس صدر ولاډیمیر پوټین د شانګهای تنظیم په ورچول یا آنلاین غونډه کې د خپلو ویناوو په ترڅ کې، د دې خبرې ملاتړ وکړ چې د یاد تنظیم د غړو هېوادونو ترمنځ دې تجارت په متبادلې کرنسۍ وشي. څېړونکي وایي، د دواړو مشرانو دا خبرې په یقین سره د ایران دپاره حوصله افزائي ده، ځکه ایران په متبادلې کرنسۍ باندې د تجارت غوښتونکی دی.
په ایران باندې له پخوا راهېسي پابندۍ لګولې شوې دي، او په روس باندې هم د اوکراین د جګړې وروستو، د مغربي ملکونو له اړخه تعزیرات ولګېدل. اوس نو دا دواړه ملکونه په غیرډالر کرنسۍ باندې تجارت کول ځان ته مفید ګڼي.