واشنګټن - امريکايي چارواکي وايي د څلورمې جولايۍ چې د هېواد د ازادۍ ورځ ده، نه وړاندې په فېلاډلفيا، بالټيمور او فورټ ورت کې تشدد شوی چې لس کسان پکې وژل شوي او 38 تنه ژوبل شوي.
دا تشدد په داسې وخت شوی چې ولسمشر بايډن او د هغه ډيموکريټس ګوند د وسلو د کنټرول په اړه قانون سازي کول غواړي او د چارواکو په وينا تازه پېښو بايډن هڅولی چې د قانون جوړولو په اړه خپل دريځ يو وار بيا تکرار کړي.
د ټېکساس ايالت په فورټ ورت ښار کې چارواکي وايي د څلورمې جولايۍ په مناسبت ازادي لمانځلو ته يوه ځايي دستوره جوړه شوې وه چې وروستو پکې درې تنه په ډزو وژل شوي او اته تنه ټپيان شوي.
په يوه بله پېښه کې چې په فېلاډلفيا کې د ګل- دوشنبې په ورځ شوې پينځه تنه وژل شوي او دوه تنه زخمي شوي. په ويشتل شوو کسانو کې يو دوه کلن ماشوم او يو ديارلس کلن هلک شامل دي چې په پښو لګېدلي دي.
ځايي پوليس وايي مشکوک قاتل زغره یا بولیټ پروف اچولې وه او په عامو خلکو يې ډزې کړې دي.
چارواکي وايي د ګل- دوشنبې د ورځې تشدد د بالټيمور د پېښې نه يوه ورځ وروستو شوی. په بالټيمور کې په يوه دستوره کې په ډزو دوه تنه وژل شوي او 28 نور زخميان شوي چې نيم په نيمه يې ماشومان دي.
د شوي تشدد په اړه چارواکي وايي علت يې معلوم نه دی. امريکا په غټه کچه د ټوپکونو د ډزو او په نتيجه کې يې د خلکو د وژنو سره مخ ده.
د ګن وايلنس ارکايوز د شمېرو تر مخه روان کال په امريکا کې 340 د تشدد پېښې شوي. ياده اداره فقط د هغو پېښو تفصيل جمع کوي چې پکې کم نه کم څلور تنه بشمول د حمله کوونکي په نخښه شوي وي.
بايډن دا تشدد غندلی او ويلي يې دي د ټوپک ساتلو قانون به سختوي. د امريکا ولسمشر په يو بيان کې ويلي:
"زمونږ قام يو ځل بيا د تشدد يوه بې عقله او افسوسناکه څپه زغمي”. هغه د ريپبلېکن ګوند په قانون سازانو غږ وکړو “په دې اړه د عام فهمه اصلاحاتو د پاره د خبرو مېز ته راشئ".
د ريپبلېکن ګوند قانون سازان د وسلې ساتلو په حق کې د ايين د ورکړل شوي تحفظ ذکر کوي چې له امله يې په کانګرس کې د موجوده قانون د بدلولو لار بنده کړې چې بايډن پکې فراخه اصلاحات وکړي. ياد ګوند بايډن دې ته نه پرېږدي چې په خودکاره وسلو لا اېسالټ رايفلز بيا بندېز ولګوي.
د فېلاډلفيا ښاروال او د ډيموکريټس غړی جېم کيني په يو خبري کانفرنس کې د ايالت او مرکزي قانون سازانو نه غوښتنه کړې او وايي "مونږ د کانګرس نه سوال کوو چې د خلکو ژوند وژغورئ او د امريکا د وسلو د قانون ستونزه هواره کړئ".
د ښار يو ضلعي اټارني ليري کريزنر د فېلاډلفيا د قانون سازانو نه غوښتنه کړې چې د ګاونډي ايالتونو لکه نيوجرسي او ډېلاوېر په رنګ حدعقل قانون سازي وکړي او وايي "يو داسې قانون به دلته څه نه څه بدلون راوستلی وو".
پوليس وايي د فېلاډلفيا په تشدد کې يو څلوېښت کلن مشکوک تن ککړ دی چې نيم خودکار ای ار -15 او يوه ناين ايم ايم تمانچه ورسره وو. د مړو کسانو عمرونه د پينځلسو نه د يو کم پنځوستو کاله پورې وو.
د فورټ ورت د پېښې په اړه پوليس وايي څوک پکې لا نيول شوي نه دي او زياتوي ډزې په يوه ځايي دستوره کومو فېسټ کې شوي چې افريقايي امريکايانو پکې خپل امريکايي تاريخ لمانځلو.
یادونه:- د دې رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.