واشنګټن – د امریکا د خزانې وزیره جنېت یلن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ پېکنګ ته رسېدلې چې له چینايي چارواکو سره وویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خرابو شویو اړیکو د رغولو پرسر خبرې وکړي.
د خزانې وزارت چارواکو د هغې له سفر مخکې ویلي، چې یلېن به د نړیوال اقتصادي ثبات پر مسلې خبرې وکړي او په اوکراین د روس له یرغل څخه به د چین ملاتړ چېلنج کړي.
تمه نه کېږي چې یلېن به د چین له ولسمشر شي جینپېنګ سره وویني.
یلېن به د یکشنبې یا اتوار تر ورځې په چین کې وي. د هغې له سفر مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم تېره میاشت پېکنګ ته سفر کړی و.
يلېن تېره اونۍ امریکا ته د چین له سفیر شيه فینګ سره هم لیدلي و او د خزانې وزارت ویلي و چې یلېن "اندېښنې هم شریکې کړې وې او په دې ارزښت هم سره غږېدلي چې په مالي مسلو کې د نړیوالو ننګونو پر سر د نړۍ دغه دوه ستر اقتصادونه په ګډه سره کار وکړي."
د چین دولتي رسنۍ ویلي، شیه هیله څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه به مداخلې بندې او ډیالوګ ځواکمن کړي.
د امریکا او چین ترمنځ د سوداګریز اختلاف مسلې:
د امریکا او چین ترمنځ د ټکسونو زیاتوالي مسلې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم زیانمنه کړې.
د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واک پر مهال امریکا په ۲۰۱۹ کال کې له چین څخه په کال کې د ۲۰۰ بیلینه ډالرو په ارزښت وارداتو باندې ۲۵ فیصده ټکسونه زیات کړل.
دواړه هېوادونه ددغو ټکسونو له زیاتېدو سره اغېزمن شول.
تر دې مخکې امریکا په ۲۰۱۸ کال له چین څخه په درې ډول توکو باندې ټکسونه ولګول چې ارزښت یې ۳۴ بیلینه ډالرو ته رسېده او بیا یې په ۱۶ بیلینه ډالرو نورو وارداتو ولګول تر چې په وروستي ځل یې د ۲۰۰ بیلینه ډالرو په ارزښت وارداتو باندې ټکسونه لوړ کړل.
د دې په پایله کې له چین څخه د امریکا واردات یا درامدات په درې واړو ډوله توکو کې کم شول.
د کاونسل ان فارن رېلېشن په نامه د وېب پاڼې د راپور له مخې، د ولسمشر جو بایډن په وخت کې هم د چین د اقتصادي برلاسۍ د کمزوره کولو په برخه کې ځواکمن ګامونه پورته شوي.
د ټرمپ له دورې څخه د ۳۶۰ بیلینه ډالرو په ارزښت وارداتو باندې د ټکسونو له پاتې کېدو سره سره بایډن په هغو چینایانو باندې بندیزونه ولګول چې په سینګیانګ او هانګ کانګ کې له بشري حقونو څخه په تېریو تورن وو.
د امریکا له سټاک مارکېټ څخه یې د ۲.۴ بیلینه ډالرو په ارزښت د چینايي کمپنیو د ویستلو ګواښ وکړ او په صادراتو یې داسې یو کنټرول ولګوه چې له امله یې پېکنګ پرمختللې ټکنالوجۍ له ترلاسه کولو څخه منع شي.