لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا، برطانیې او فرانس په اوکراین کې د استعمالېدونکو ایراني ډرونونو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې

واشنګټن - امریکا، فرانس او برطانیې په ایران او روس تور لګولی چې ماسکو ته د ایراني ډرونونو د انتقال په برخه کې یې د ملګرو ملتونو د سیکوریټي کونسل د قرارداد خلاف ورزي کړې ده. ویل کیږي چې روسي ځواکونو دغه ډرونونه د اوکراین په ښارونو باندې حملو کې استعمال کړي دي.

د نړۍ دغو درېیو لویو طاقتونو د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې تهران او ماسکو د ملګرو ملتونو د 2231 لمبر قرارداد لاندې فرائضو خلاف ورزي کړې ده. د هغه قرارداد ترمخه، د ایران د ۲۰۱۵ کال جوهري لوظنامه په نړېوال قانون کې شامله ګرځولې وه. امریکا، فرانس او برطانیه وایي چې ایران او روس، بغیر د دې چې د ملګرو ملتونو د سېکوریټي کونسل پېشکي تایید ترلاسه کړي، ډرونونه یې لېږدولي او په دې طریقه یې د قرارداد سرغړونه کړې ده.

یادو درېیو مغربي طاقتونو په ملګرو متلونو ټینګار کړی چې د قرارداد د عملي کېدو په اجلاس کې دې دغو مبینه خلاف ورزیو ته توجو وکړي.

ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر رابرټ ووډ وویل: "په خاص ډول، د ملګرو ملتونو سېکرېټریت ته په کار ده چې د هېڅ ډول ځنډ نه بغیر، یوه ډله پلټونکي کيېف ته ولېږي او د هغو اسلحو ملبې دې وڅېړي کوم چې روسانو د اوکراین په ضد استعمال کړي دي."

امریکایي سفیر دا هم وویل چې د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوټېرېش باید په آینده دېرشو (۳۰) ورځو کې په اوکراین کې د پیدا شوو ایراني ډرونونو په اړه خپله ارزونه سېکوريټي کونسل ته وړاندې کړي.

تر دې دمه پورې انټونیو ګوټېرېش دا مطالبه نده منلې چې د ماهرینو یوه ډله اوکراین ته وليږي، او وایي چې دفتر یې د موجوده معلوماتو ارزونې ته ادامه ورکوي.

په ملګرو ملتونو کې د روس استازي وویل چې د 2231 قرارداد لاندې، د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل ته دا اختیار نشته چې ماهرین ولیږي. هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه دې د "غیرمتفقه او خپل سره معایناتو نه ډډه وکړي."

تيره میاشت د وایټ هاوس د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي وویل، ماسکو ته د ایران په سلهاوو ډرونونه رسېدلي دي او روسان په دې کار کوي چې ممکن په آینده کال کې د ایران په مرسته دننه په روس کې د ډرونونو د جوړولو چارې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG