لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تمه ده امریکا به اوکراین ته د کلسټر بمونو لېږل اعلان کړي


واشنګټن – امریکايي چارواکو ویلي، د بایډن اداره په دې غور کوي چې اوکراین ته کلسټر بمونو ولېږي چې له دغه هېواد سره د روس په وړاندې جګړه کې مرسته وکړي خو له دې ګام سره به د بشري حقونو ډلې په غوصه شي.

کلسټر یا خوشيي بمونه داسې وي چې په یو ډبي کې په لسګونو واړه بمونه وي او له کارول کېدو سره یې پراخه سیمه ویجاړوي.

خو داسې وسلې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته هم تر ډېره وخته پورې خلکو ته ضرر رسوي.

د نړۍ د ۱۲۳ هېوادونو لخوا په دې وسلو بندیز لګېدلی ځکه ملکیانو ته زیان رسوي خو امریکا، اوکراین او روس دا وسلې نه دې بندې کړي.

تمه ده کلسټر بمونه به اوکراین ته د نویو مرستو برخه وي کومې به چې د جمعې په ورځ اعلان شي.

د پنټګان ویاند جنرال پټرېک ریډر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، "دا هغه څه دي چې تر غور لاندې دي."

اوکراین او روس دواړه د جګړې په ډګر باندې خپل کلسټر بمونه کاروي. خو کیېف له واشنګټن څخه غوښتي و چې اوکراین ته کلسټر بمونه واستوی ځکه د هغوي زېرمې د کمېدو په حال کې دي.

تر اوسه امریکا دداسې وسلو د ورکولو په وړاندې مقاومت کړی ځکه ملکي کسانو ته یې ضرر زیات دی.

خو اوس د راپورونو له مخې، امریکايي چارواکي په دې باور دي چې کلسټر بمونه به د روس په وړاندې جګړه کې ګټور وي.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې لورا کوپر په دې وروستیو کې کانګرس ته ویلي، دا وسلې به له کیېف سره مرسته وکړي چې د روسانو مورچلې په شا وتمبوي.

د امریکا قانون د ولسمشر اجازې ته اړتیا لري ځکه د کلسټر بمونو یو فیصد نه چوي او له غورځېدو وروسته په سیمه کې روغ پاتې کېږي.

رېډ‌ر وویل، مونږ ډول ډول کلسټر بمونه لرو او مونږ به هغه ورکړو په کومو کې چې د نه چاودېدو فیصدي ډېره کمه وي.

د ان پي ار راډیو د راپور له مخې، تمه ده امریکا به اوکراین ته د کلسټر بمونو ورکولو اعلان د جمعې په ورځ وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG