لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جو بايډن د پناه غوښتونکو په اړه نوې پاليسۍ ځينې خلک د ميکسيکو په پوله ايسار کړي  


واشنګټن- د جون يوه غرمه چې د تودوخې کچه سل ډېګري فارن هايټ ته رسېدلې، اليجاندره پېنا په قلاره د اوبو لوخی د خپل ماشوم خلې ته ونيولو. د پناه غوښتونکو د خيمو په کيمپ کې چې د سيند په غاړه د يو ميل پورې غځېدلی، لکه د نورو ماشومانو دې ماشوم ته هم قی دست لګېدلي. پېنا انديښمنه وه چې بچی يې د اوبو د کمي ښکار نه شي.

پېنا په دمه دمه وويل "وڅښه ناټانايل وڅښه". په کيمپ کې بشري مرستې ورکونکي يو تن وويل د هغې ناټانايل د غذا د کمۍ ښکار دی او وزن يې کم دی. خدمت کونکې وايي په کيمپ کې د پاکو اوبو او صفايۍ کمی دی.

د مرکو او پوليس ريکارډ مطابق څلورديش کلنه پېنا هغه وخت د وينزويلا نه وتښېدله کله چې خور يې د مجرمانو يوې ډلې ووژله. پېنا وايي په امريکا کې د پناه اخستلو تمه لري خو کورنۍ يې د ولسمشر بايډن د نوې پاليسۍ له کبله په شمالي ميکسيکو کې ګېره شوې ده.

د بايډن د يولسمې می د پناه غوښتونکو نوې پاليسۍ د مخه امريکا ته تلونکي خلک به وړومبی د حکومت لخوا برابر کړل شوي سمارټ فون ايپ کې د انټرويو د پاره وخت اخلي خو د پېنا په شمول څوک هم دغه اسانتيا نه لري. پېنا وايي "مونږ دلته بې لاسو بې پښو يو".

بايډن ژمنه کړې وه چې د پناه غوښتونکو په اړه د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ سخته پاليسي بدلوي او هم به د بشر دوستۍ په خاطر د هغه وخت د کوېډ 19 پاليسي نرموي.

د کوېډ پاليسۍ ترمخه د پولې ساتونکو به پناه غوښتونکي د ميکسيکو د پولې نه اړول. د بايډن حکومت داسې خلکو ته په پوله د پناه اخستلو د پاره اسانتيا جوړه کړې خو په ميکسيکو کې اوږد انتظار د دغه خلکو د نيولو او د ملک نه ويستلو عمل هم تېزولی شي.

چارواکي وايي د بايډن پاليسۍ د پناه غوښتونکو په غير قانوني توګه امريکا ته د راتللو تر څه حده لارې بندې کړي چې په تېرو کلونو کې پکې ريکارډ زياتوالی راغلی و.

څوک چې د سکريننګ په عمل کې پاتې راشي هغه د ملک نه شړل کيږي او د پينځه کاله د پاره به امريکا ته نه شي راتللی. د بايډن حکومت يو لوړ پوړي چارواکي وويل سرکاري شمېرې ښايی نوې پاليسي کاميابه ده او په يوه مياشت کې د غير قانونه پناه اخستونکو کچه يې نزدې 69% راکمه کړې ده.

چارواکي وويل د دې عمل مقصد دا دی چې پناه غوښتونکي په قانوني لارو راشي او مونږ يې وينو چې دا مثبت پايلې لري. د جون په دېرشمه نېټه د بايډن حکومت د وخت اخستونکو خلکو شمېر د ورځې 1,450 ته ورسولو چې وړاندې 1,250 و.

بشري مرستې ورکونکي تنظيمونه وايي د ميکسيکو په کيمپ کې د خلکو شمېر سېوا شوی او نزدې 104,000 تنه هغلته مېشت دي.

د ماټامورس کيمپ د ستړي کونکي ژوند سره سره د مجرمانو ډلې په ډاکه شوکه او په ښځو په جينسي تېرو کې ککړ دي چې درويشت کلنه سېنډي يې يو مثال دی. د هونډورس دا اوسېدونکې امريکايي پولې ته د رارسېدو نه ويرېدله او دا سره د دې چې په کيمپ کې پرې بيا بيا جنسي تېری کېدو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG