په افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي، د پاکستان امنيتي اندېښنې بې ځايه دي چې د افغانستان نه ورته امنيتي ګواښونه دي.
په څلورمه جولای د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د تاجکستان د دفاع وزیر شېر علي مرزو سره په ليدنه کې ويلي وو، د افغانستان د ګاونډيانو په حېث پاکستان او تاجکستان دواړو ته يو ډول امنيتي چېلنجونه او خطرې ورپېښې دي.
د وي او اې اشنا د خبر تر مخه د طالبانو د حکومت مرستیال وياند بلال کريمي رسنيو ته ویلي، د خواجه اصف څرګندونې بې اساسه دي.
کريمي ویلي، "باید د ډیپلوماټیکو اړیکو په پراختیا، سوداګرۍ او اقتصاد باندې کار وشي چې په سیمه کې استحکام راشي".
خواجه اصف له دې وړاندې هم داسې څرګندونې کړي دي.
د اپرېل په میاشت کې د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي ويلي وو، اسلام اباد افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی چې دوی به په افغانستان کې د ترهګرو په پټنځایونو باندې برید وکړي که چېرې هغوی د پاکستان ضد ترهګر قابو نه کړي.
هغه ويلي وو، د فرورۍ په وروستیو کې یې په لیدنه کې طالب مشرانو ته وریاده کړې وه چې د ډېورنډ کرښې د امنیت په اړه دې خپلې ژمنې وساتي.
په 22 فرورۍ د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه اصف په مشرۍ يو لوړ پوړي حکومتي پلاوي د کابل سفر کړی چې ورسره د پاکستان د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] مشر لفټننټ جنرل نديم انجم هم مل وو.
پاکستان ويلي وو په ياد سفر کې پاکستاني پلاوي په افغانستان کې د عبوري حکومت د چارواکو سره په ليدنه کې د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په ځانګړې توګه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه خبرې شوې وې.
په 25م اپرېل د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتلو وروسته چې په افغانستان کې کوم بدلون راغلی د هغې په نتيجه کې پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې نسبتا سېوا شوي دي.
په افغانستان کې طالبان د کال 2021م د اګست په مياشت کې په واک کې راغلي، پاکستان څو ځله داسې تورونه لګولي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ دپاره د افغانستان خاوره کاريږي.
د روان کال د جنورۍ په وروستيو کې پېښور کې د بريد وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله د افغانستان د نوم اخستو پرته ویلي وو، چې "زمونږ په يو ګاونډي دوست هيواد کې د طالبانو [تحریک طالبان پاکستان] خوندي ځالې موجودې دي هغوی هلته پلانونه جوړوي او راځي دلته [په پاکستان کې] کارروايانې کوي". او اوس به مونږ له "د پولې پورې غاړې د افغانستان د حکومت سره خبره کول وي چې خپله خاوره زمونږ پرضد ونه کاروي".
خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو او له دوی وړاندې افغان حکومتونو تل د پاکستان دغه ډول تورونه رد کړي چې ګنې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاريږي.
افغانستان او امريکې تل په پاکستان دغه ډول تورونه لګولي چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ترهګرو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان هم تل دغه تورونه رد کړي دي.