لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر بایډن په نېټو کې په بیړه د اوکراین د ورګډېدو پلوي نه کوي


واشنګټن- د امريکا ولسمشر جو بايډن په وېلنس، لېتوانيه کې راروانه اوونۍ د نيټو د غړو هېوادونو د غونډې نه وړاندې په خپل هغه دريځ کې هيڅ بدلون نه دی راوستی چې اوکراين ته به په بيړه د نيټو غړيتوب ورکړي.

د نيټو د شرقي بلاک غړي هېوادونه غواړي څنګه چې د روس او اوکرين جګړه ختمه شي بايد اوکرين د نيټو غړی ومنل شي.

خو بايډن په ډاګه ويلي اوکراين به ځينې اصلاحات کوي چې د نيټو غړيتوب وګټي. هغه په جون کې ويلي و نه دی تيار چې اوکراين ته به دا لار اسانه کړي.

د بايډن ځينې ملګرو داسې اشارې ورکړي چې هغه په دې باور دی چې اوکراين ته په منډه کې د نيټو غړيتوب ورکول به د دفاعي حيثيت اخېستلو په ځای د ايټمي طاقت روس سره د جګړې سؤب وګرځي.

د بايډن انتظاميې د ملي امنيت مشر جيک سولېوان وي او ای ته د پوښتنې په ځواب کې ويلي “مونږ دريم نړيوال جنګ نه غواړو”.

د بايډن دريځ ځينې څېړونکي کنګس کړي. په اوکراين کې د امريکا پخواني سفارت کار جان هربېسټ چې اوس څېړنيزې ادارې ايټلانټېک کونسل ايروايشيا سنټر مشر دی د بايډن په حکومت نيوکې کړي او وايي “په دې نازکه مسله بايډن قيادت نه کوي”.

هغه وايي دا يو تاريخي مقام دی او زياتوي “حکومت دا غټه ژمنه کړې چې دا يقيني کړي اوکراين جنګ ونه بايلي. د اوکراين د دې شخړې نه په کاميابۍ سره وتلو کې ولې حکومت وخت ضايع کوي”.

يو مهم اړخ دا دی چې د نيټو اتحاد د روس سره په جګړه کې ښکيل شي. د اتحاد ستن امريکا کولی شول خپل ځواکونه جنګ ته ولېږي خو بايډن په بيا بيا ويلي دا کار به ونه کړي.

د څېړنيزې ادارې کوينسي انسټيټيوټ فار رېسپانسېبل سټټکرافټ مشر جارج بيبي وايي په کال 2014 کې د روس د کريميا د ځان سره يوځای کولو نه واخله د اوکراين د دې تازه پوځي صورتحال پورې واشنګټن د روس سره د جګړې د پاره د خپلو ځواکونو د لېږلو نه ډډه کړې.

هغه وايي “مونږ له داسې ژمنه پکار نه ده چې د ايټمي طاقت روس سره نېغ په نېغه په جګړه بوخت شو ځکه د اوکراين د دفاع کولو نه د روس سره جنګ نه کول زمونږ ملي امنيت ته ډېر مهم دي”.

د وېلنس د غونډې څو ورځې وړاندې دا تاثر موندل کيږي چې د 31 هېوادونو اتحاد به د اوکرين د غړيتوب په اړه داسې بحث او ګام واخلي چې کيف دغه هدف رسېدو ته نور نزدې کړي.

د نيټو سيکرټري جنرل جېنز سټولټنبرګ ويلي “زه هيله لرم ټوله مشرتابه به يو ځل بيا ژمنه وکړي چې اوکراين به د نيټو غړی شي او په اتفاق سره به داسې ګامونه واخلي چې اوکراين غړيتوب اخېستلو ته نزدې شي”.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG