لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران کې دوه کسان د شیعه ګانو په زیارت باندې د برید په تور په دار ځړول شوي


واشنګټن – ایران هغه دوه کسان د خالي یا شنبې په ورځ په دار ځړولي چې وايي، په اکټوبر میاشت کې یې د شیعه ګانو په یوه زیارت باندې برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي وو.‌

د ایران دولتي رسنۍ ویلي، دغه دوه کسان د شنبې سهار وختي په شېراز کې په دار شوي.

خبر زیاتوي، په دار شویو کسانو د محاکمې پر وخت ویلي، چې دوی په افغانستان کې له داعش سره په اړیکه کې و او په زیارت باندې د برید په تنظیمولو کې یې مرسته کړې.

په شېراز کې د شاه چراغ په نامه زیارت باندې ددغه برید ویډیوګانې په پټو کامرو باندې اخېستل شوې وې.

په دغو ویډیو ګانو کې یو وسلوال کس هم لیدل کېږي چا چې بیا په برید کې له اخېستو ټپونو څخه په روغتون کې ساه ورکړه.

داعش یو مهال په ټول منځني ختیځ کې ګواښ ګڼل کېده. دوی په ایران کې د ګڼو بریدونو پړه پر غاړه اخېستې.

داعش په ۲۰۱۷ کال کې د ایران په پارلمان او د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر ایات الله روح الله خامنايي په قبر باندې هم د برید پړه منلې وه.

ددغه راپور ځینې برخې د فرانسې خبري رسنۍ او رویټرز څخه اخېستل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG