د امریکې د خزانې وزیرې جينټ ييلن د چين د سفر په مهال ویلي، د نړۍ د دوه غټو اقتصادي هېوادونو نه يواځې د خپل ځان، بلکې د نورو هيوادونو د ګټو دپاره دا زمه واري جوړيږي چې د اقتصادي پرېکړو او موسمي بدلونونو په حواله د يو بل سره د نزدې نه خبرې اترې وکړي.
ييلن او د چين مرستیال وزيراعظم هيليفنک د خالي په ورځ د پينځه ساعتونو پورې ليدنه کړې ده، امریکې دغه ليدنې ده رغنده او کوټلې ويلي او چين پراخه او عملي خبرې ګرځولي دي.
د رپورټونو ترمخه امریکايي وزيرې د ټېنکالوجۍ په صادرولو د امریکايي صدر جوبايډن لخوا د بنديز د پرېکړې دفاع کړې ده، د کوم سره چې چين موافق نه دی.
اغلې زياته کړې د اختلافونو له امله د دواړو هېوادونو راپورته کېدونکی اقتصاد، پرمخ تلونکو هېوادونو د پور د پرېشانۍ او موسمي بدلون د مخې نيولو په څېر نړيوالو چېلنجونو د مخنوي لارې لټول ودرېدل نه دي پکار.
د چين خبري ادارې شهنوا ویلي، د بيجنګ استازو په چين د امریکا لخوا لګول شوو بنديزونو باندې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د چين مرستيال وزیراعظم ویلي، د دواړو هيوادونو د اړیکو ښه کېدو دپاره د تېر نومبر په میاشت کې د صدر جوبايډن او صدر شي ژين پينګ ترمنځ شوي تړون ته ګرځېدل پکار دي.
هغه زياته کړې دواړو هيوادونو له تاريخ، ولس او نړۍ دپاره د زمه وارۍ احساس پکار دی.
د امریکې د خزانې وزيرې د چين سفر د اتوار په ورځ ختم شوی دی. هغې له دې وړاندې د چين د وزيراعظم [لي کي چيانګ] سره هم خبرې کړې وې.
د امریکې د خزانې وزارت ویلي، ييلن په سفر کې د چين سره د رغنده اقتصاد په موضوع هم خبرې کړي دي. او چين ویلي د دواړو هيوادونو اقتصادي ګټې د يو بل سره تړلي دي او د چين پرمختګ د امریکا دپاره د چېلنج په ځای يوه موقع ده.
بيجنګ ويلي، ييلن په خبرو کې ويلي، امریکا د چين څخه ځانله کېدل يا اړيکې ماتول نه غواړي او واشنګټن د بيجنګ د نوي کېدو په لړ کې د هيڅ خنډ جوړولو اراده نه لري.
بيجنګ او واشنګټن د امریکايي وزيرې خزانه سفر ته مثبت ويلي خو د دواړو هيوادونو د راتلونکې ليدنې په حواله څه نه دي ويل شوي.