لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن لندن کې له برتانوي وزیراعظم او باچا سره لیدلي، پر موسمي بدلون، دوه اړخیزو اړیکو او اوکراین غږېدلي


واشنګټن ــــ د امریکې ولسمشر جوبایډن په لیتوانیا کې د نېټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره روان شوی او نن یې په لندن کې د برتانیې له وزیراعظم ریشي سوناک او د دې هېواد له باچا شهزاده چارلس درېیم سره لیدلي دي.

د امریکا ولسمشر په تېره مې میاشت کې د برتانیې د باچا شهزاده چارلس درېیم د تاج پوښۍ مراسمو ته نه وو ورغلی او د ګل- دوشنبې په ورځ یې له هغه سره په لومړۍ رسمي لیدنه کې له موسمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره د پرایوېټ سرمایه کارۍ په وده کې د مرستې په اړه خبرې کړې دي.

صدر جوبایډن له برتانوي وزیراعظم سره د لیدو په وخت ویلي چې له دې هېواد سره اړیکې یې "د نه خوځېدونکې پرښې" غوندې یعنې قوي دي. صدر جوبایډن ویلي:

"موږ د خبرو لپاره ډېر څه لرو، زه فکر کوم چې موږ دواړه ښه کار کوو، موږ په دغسې لاره پر مخ ځو چې مثبته وي".

د برتانیې وزیراعظم ریشي سوناک له صدر بایډن سره د خبرو په وخت وویل "زموږ لپاره دا ډېره ښه خبره ده چې خپلې خبرې روانې وساتو، کومې چې موږ یوه میاشت یا تر هغه څه مخکې کړې وې، داسې محسوسېږي لکه په وایټ هاوس کې چې یو، چې موږ پکې «ایټلانټیک تړون» لاسلیک کړ".

ښاغلي سوناک د امریکې او برتانیې تر منځ په جون میاشت کې شوي هغه تجارتي تړون ته اشاره وکړه، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د چین د اقتصادي تسلط د مخنیوي لپاره د ټیکنالوجیو، صفا انرجۍ او مهمو معدنیاتو په برخه کې له یو بل سره همکاري کوي.

سپینه ماڼۍ وایي دا د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ په تېرو شپږو میاشتو کې شپږم ځل لیدل دي.

د برتانیې او امریکې د مشرانو تر منځ پر دې لیدنه د واشنګټن د وروستي اعلان سیوری غوړېدلی دی چې ویل یې اوکراین ته به کلسټر وسلې ولېږي، که څه هم د برتانیې په ګډون 123 هیوادونو پر دغو بمونو له دې کبله بندیز لګولی چې خلک بې توپیره وژني.

ریشي سوناک په ښکاره د واشنګټن د اعلان ملاتړ نه دی کړی، هغه د شنبې- خالي په ورځ وویل چې برتانیا "هغه قرارداد لاسلیک کړی دی چې د کلسټر وسلو جوړولو یا کارولو مخنیوی او مخالفت کوي." هغه خبریالانو ته وویل:

"موږ به د روس د غیرقانوني او بې دلیله یرغل خلاف د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوو او موږ دا کار د درنو جنګي ټېنکونو او په وروستیو کې د لرې واټن ویشتونکو وسلو په ورکولو ثابت کړ، هیله ده چې ټول هیوادونه د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي".

صدر بایډن او ریشي سوناک د یوې داسې فارمولې پر موندلو هم غور کوي چې د کیف لپاره د نېټو له چوکاټه بهر د اوږدې مودې امنیتي ضمانت پیدا کړي ځکه چې کیف د نېټو د غړیتوب خواته روان دی.

صدر بایډن ویلي، باور نه کوي چې اوکراین دې د اړتیا وړ اصلاحاتو او له روس سره د نېټو د مخامخ جګړې خطر ته په کتو په نېټو اتحاد کې شاملېدو ته تیار وي.

صدر بایډن له برتانیې د لیتوانیا پایتخت ویلنیس ته لاړ او هلته به د نېټو له مشرانو سره په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون کوي چې پکې به د اوکراین پر حالاتو او د اتحاد د پراختیا او ټینګښت په اړه خبرې کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG