لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنټاګان وایي روسي جهازونه پخپلو هوایي حرکاتو سره د داعش ډلې سره مرسته کوي


د روس یوه SU-35 ډوله جټ الوتکه چې په شام کې د یو امریکایي MQ-9 ډوله ریپر ډرون سره ډېره نږدې تیریږي - 5 جولائی 2023
د روس یوه SU-35 ډوله جټ الوتکه چې په شام کې د یو امریکایي MQ-9 ډوله ریپر ډرون سره ډېره نږدې تیریږي - 5 جولائی 2023

واشنګټن - د شام په فضایي حدودو کې د روسي جټ الوتکو پائیلټانو، امریکایي ډرونونه په تکرار سره پرېشانه کړي او دې کار د امریکایي چارواکو غوصه راپارولې ده. امریکا اوس خبرداری ورکوي چې د روسي جهازونو هوایي حرکات، د ترهګرو اهمو مشرانو سره مرسته کوي چې د تقریبآ یقیني مرګ نه بچ پاته شي.

د امریکا پوځي او دفاعي چارواکو د تېرو څو میاشتو راهیسي دا شکایت کړی چې روسانو امریکایي ډرونونو ته خنډ و خلل جوړول سېوا کړي او په شام کې د امریکا پوځي مرکزونو په سر باندې فضایي حدودو ته په تکرار ننوځي. مګر په دا وروستۍ واقعه کې چې رپوټ یې ورکړل شوی، امریکا وایي چې روسي جټ جهازونو څو ساعته دوه امریکایي ډرونونو ته چې د داعش ډلې د یو جګپوړي مشر د وژلو دپاره استعمالېدل، خلل پېش کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان مرستیاله ترجمانه صبرینا سینگهـ د ګل/دوشنبې په ورځ د وي او اې یوې پوښتنې ته په جواب کې وویل: "دا قریب داسې ښکاري چې ګني روسان اوس د داعش مشرانو د تحفظ یو مېشن لري. هغوی ښه پوهېږي چې مونږ چېرته عملیات کوو، نو د روسي ځواکونو لخوا زمونږ اېم کیو-۹ ته د دوامداره خلل پیدا کولو دپاره هېڅ بهانه نشته، ځکله کلونه کیږي چې امریکا په سیمه کې د داعش ډلې د تباه کولو په مقصد عملیاتونه کوي."

بل اړخ ته د امریکا د پوځ سنټرل کمانډ د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په جمعې ورځې یې د شام په ختیځ کې په کامیابۍ سره، په هماغه ډرونونو سره، اسامه المهاجر پیدا کړی او وژلی یې دی. په بیان کې راغلي چې په هماغه ورځ سهار، روسي جهازونو دغو ډرونونو ته پرېشاني او خلل پیدا کولو.

امریکا وایي چې د دې نه وړاندې تېره هفته د شورو/چهارشنبې او زیارت/پنجشنبې په ورځ هم روسي جهازونو د امریکې ډرونونو ته دومره نږدې تېر شول چې غوښتل یې د ډرونونو الېکټرانیک سیسټمونه د جهاز په لمبو کې وسوځیږي.

وي او اې په واشنګټن کې د روس د سفارت نه په دې اړه پوښتنه کړې، مګر سمدستي څه جواب نه دی ترلاسه شوی.

امریکا په شام کې د داعش ډلې د خطرې سره مقابلې دپاره شاوخوا نهه سوه (۹۰۰) عسکر لري.

د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو په یو مشترک استخباراتي رپوټ کې چې د سږ کال په لومړیو کې خپور شو، ویل شوي چې داعش دا مهال په عراق او شام کې د دوه نیم زره نه واخله تر درې نیم زره پورې جګړه ماران لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG