پولیس وایي د بلوچستان ایالت په سرښار کوټه کې د مرکزي وزیر اسرار ترین په ګاډي دزې شوي دي چې د مرکزي وزیر یو ساتونکی اؤ یو د لیويز عسکر مړه شوي اؤ یو تن بل ژوبل شوی دی.
خو د دفاعي پیداوار مرکزي وزیر اسرار ترین بیا ویلي چې ډزې د هغه په ګادي نه بلکې د تره د زوي په ګاډي یې شوي دي.
پاکستاني رسنیو د پولیس چارواکو له خولې ویلي دا پېښه د ګل یا دوشنبې په ورځ د کوټې د پښین اسټاپ سره نزدې شوې ده.
پولیس چارواکي وایي دغلته په موټر سایکل سورو نامعلومو وسله والو د دفاعي پیداوار د مرکزي وزیر محمد اسرار ترین په ګاډي ډزې کړې دي خو وایي پخپله اسرار ترین په ګاډي کې موجود نه ؤ اؤ د وسله والو برید کې د هغه یو ساتونکی اؤ یو د لیویز عسکر وژل شوی دی.
پولیسو د لیویز د وژل شوي عسکر پېژندګلو د محمد یوسف اؤ د اسرار ترین د ساتونکي پېژندګلو د ضیاء الدین په نومونو سره کړې ده.
پولیس وایي پېښه کې د ذبیح الله په نوم یو لاروی ماشوم ژوبل شوی هم دی.
ددې پېښې د اطلاع رسیدو سره سم په ګڼ شمیر کې پولیس ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ مړي اؤ ژوبل ماشوم یې هسپتال ته رسولي دي خو پېښه کې ککړ کسان له موقعې تښتیدلي دي.
په سمدستي توګه ددې پېښه ذمه واري چا نه ده قبوله کړې.
پخپل یو وضاحتي بیان کې د دفاعي پیداوار مرکزي وزیر اسرار ترین ویلي ، دا برید دهغه په ګاډي نه دی شوی بلکې وسله والو د هغه د تره د زوي ګاډی په نخښه کړی دی.
اسرار ترین ویلي د پېښې په وخت هغه پخپله په اسلام اباد کې ؤ.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د بلوچستان د شېراني ضلعې په دهنه سر سیمه کې د جولایي پر درېیمه د پولیسو پر تاڼه په وسلوال بريد کې د پولیس عسکرو د وژنې پر ضد د ژوب ډویژن د کمشنر د دفتر مخې ته له تېرو اتو ورځو احتجاجي پرلت دوام لري.
تېره اوونۍ اوونۍ په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي وؤ، پاکستان کې د روان کال په لومړیو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.
په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.
د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.
په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.