واشنګټن – په زیاتېدونکې مذهبي کرکې باندې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په یوې غونډه کې چې، په لسګونو هېوادونو پکې ګډون کړی وو، د نورو د عقیدو په وړاندې نه زغم غندل شوی او ویل شوي دي چې، له دې سره توپیري چلند او تاوتریخوالی زیاتېږي.
دغه بحث د سویډن د پلازمېنې سټاکهوم د یوه جومات مخې ته د یو عراقي کډوال لخوا د جون په ۲۸ نېټه د قران شریف له سوځول کېدو وروسته راپارېدلی.
د قران شریف د سوځولو پېښه چې د لوی اختر په ورځ شوې وه، په نړۍ کې د اسلامي هېوادونو او نورو لخوا په پراخه توګه غندل شوې.
د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو لوی کمېشنر والکر ترک وویل،
"دا او نورې پېښې د دې لپاره جوړې شوي چې غوصه راوپاروي، د خلکو ترمنځ واټن زیات کړي او د عقیدې توپیر په کرکې او تاوتریخوالي واړوي."
ترک د هر ډول عقیدې له خلکو وغوښتل چې "له نورو سره دې په درناوي چلند وکړي."
هغه وویل، "یواځې په دې لاره انسانان کولای شي چې د هغو ستونزو په حل کې په ګډه وکړي چې ورسره مخ دي."
هغه دا هم وویل، چې پارونکې ویناوې هم د توپیري تاوتریخوالي سبب کېدای شي.
"په دې وروستیو کلونو کې، ډول ډول تاوتریخوالی، ترهګریز بریدونه او ډلیز ظلمونه د عقیدو پر بنست پر خلکو شوي چې دا کارونه حتی د هغوی په وړاندې د عبادت ځایونو دننه هم ترسره شوي."
هغه وویل، د بیان ازادي یو بنیادي بشري حق دی او د بیان د ازادۍ هر ډول محدودیت باید استثنا ولري په ځانګړي ډول چې د بیان د ازادۍ د محدودیت قوانین چې د واکمنو لخوا په غلطه کارول کېږي.
هغه زیاته کړه، هر هېواد باید د داسې کرکې د خپرېدو مخه ونیسي چې د تاوتریخوالي، توپيري چلند او دوښمنۍ سبب ګرځي.