د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند میتهیو ملر د پاکستان اؤ آی ایم ایف ترمنځ د مامورینو په کچه شوی تړون ستایلی اؤ پاکستان سره یې په پرله پسې ډول د اقتصادي رابطو په ساتلو ټینګار کړی دی.
د امریکې خارجه محکمه کې د پریس بریفنګ په مهال چې کله د ویاند ملر نه پوښتنه وشوه، چې د میډيا رپورټونه وایي، د آی ایم ایف اؤ پاکستان ترمنځ د مامورینو په کچه شوي تړون کې امریکې مهم رول لوبولی دی؟ ښاغلي ملر یې په جواب کې وویل:
"په دې مشکل وخت کې مونږ د پاکستاني ولس سره ولاړ یو، مونږ د پاکستان اؤ آی ایم ایف ترمنځ د مامورینو په کچه د شوي تړون هرکلی کوؤ، د ملک داقتصادي پرمختیا لپاره زمونږ ملاتړ ډاګیز دی"
امریکایي ویاند زیاته کړه "مونږ به دتجارت اؤ سرمایه کارۍ مضبوطولو لپاره دپاکستان سره له ټيکنیکي لارو تماسونو ته دوام ورکوؤ چې دا زمونږ د دوه اړخیزه اړیکو ترجیحات دي"
ویاند میتهیو ملر راتلونکي کې دپاکستان دمعاشي بحالۍ په اړوند وویل "مونږ ګڼو چې پاکستان ته به راتلونکي کې ډیز زیات محنت کول وي ترڅو د اوږدې مودې داقتصادي بحالۍ اؤ خوشحالۍ دایمي لیکې ته سم شي ،دې عمل کې به مونږ د دوي (پاکستان) ترڅنګ ولاړ یو"
کله چې له هغه پوښتنه وشوه چې ایا امریکا دپاکستان اؤ چین په اړیکو کومه اندېښنه لري؟ نو ویاند وویل "بیخي نا، امریکې پاکستان یا کوم بل هیواد ته کله هم امریکې یا چین کې د یو غوره کولو یا دامریکې اؤ کوم بل هیواد ترمنځ دانتخاب وینا نه ده کړې"
دهغه وینا وه" دپاکستان سره زمونږ د اړیکو اساس د ولس سره د ولس په جوختو اړیکو دی اؤ مونږ خپله شراکت دارۍ اؤ اقتصادي تماسونو کې دپراختیا لارې مدام لټوؤ"