د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف اجراییه بورډ پاکستان لپاره د دریوؤ اربو ډالرو د سینډ بای اریجمنټ تړون منظوري ورکړې ده.
ټاکل شوې ده نړیواله مالیاتي اداره به په سمدستي توګه پاکستان ته یو ارب اؤ شل کروړه ډالر ورکوي اؤ پاتې پیسې به هر درې میاشتې پس له نظرثانۍ وروسته ورکولی شي.
د آی ایم ایف له لوري دخپرې شوې اعلامیې له مخې د نهو میاشتو دمودې ددې پروګرام مقصد پاکستان کې اقتصادي ثبات ته وده ورکول دي.
آی ایم ایف وایي،پاکستان سره یې دا تړون په داسې حال کې کړی دی چې ددغه هیواد لپاره بهرنی چاپیریال ستونزمن دی،له تباهۍ د ډکو سیلابونو اؤ پالیسیو کې د دنقایصو له امله دپاکستان مالیاتي اؤ بهرنۍ خساره اؤ ګراني سیوا شوې ده اؤ په مالي کال 2022/23 کې مالیاتي ذخیرې کمې شوې دي.
د آی ایم ایف لخوا پاکستان ته د قرضې له منظورۍ وړاندې د دوستو هیوادونو لخوا پاکستان ته دکومک په توګه د پیسو ورکړه هم پیل شوې ده اؤ پرون دمتحده عرب اماراتو له لوري دپاکستان اسټيټ بینک ته یو ارب ډالر رسیدلي دي.
تر دې یوه ورځ وړاندې دخزانې مرکزي وزیر پخلی کړی ؤ چې د سعودي عرب لخوا هم اسټيټ بینک ته د دوؤ اربو ډالرو مالیاتي کمک ترلاسه شوی دی.
د دوستو هیوادونو دا درې اربه ډالر پاکستان یوازې دخپلو بهرنیو اسعارو ذخیرو کې د زیاتوالي په توګه خو ښودلی شي خو مصرفولی یې نه شي.
أی ایم ایف تر دې وړاندې پاکستان ته ویلي وؤ چې د بهرنیو مالیاتي کومکونو دخلا پوره کولو لپاره باید شپږ اربه ډالر راټول کړي.
اوړمه ورځ دخزانې وزیر اسحاق ډار پخپل بیان کې ویلي وؤ چې دپاکستان معیشت اوس باثباته کیدو ته بیخي زیات نزدې شوی دی اؤ تر دې وروسته به د پرمختیا سفر پیل شي.
همدا شان وزیراعظم شهباز شریف هم دمالیاتي کومک په ورکړه د سعودي مشرتابه د مننې تر څنګ دخپل پوځي سرلښکر د کردار ستاینه هم کړې ده.
ددې بهرني کومک ترلاسه کیدو وروسته دچهارشنبې په ورځ دپاکستان د ونډو په بازار کې تیزي لیدل شوې ده اؤ په مارکیټ انډیکس کې د359 پوانټونو ستره اضافه رامنځته شوې ده.
په اسټاک مارکیټ کې د کاروبار په پائ کې مارکیټ په تېرو 15 میاشتو کې په تر ټولو لوړه کچه ولاړ ؤ.
د ونډو په بازار کې پرون د45 کروړه اؤ 2 لکه شیرز سوداګانې شوې دي اؤ ددې شیرز مالیت د13 اربو اؤ 13 کروړو نه زیات پاتې شوی دی.
همداشان دبینکونو دننه دامریکایي ډالر په مقابله کې د روپۍ نرخ په بره تللی دی اؤ د کاروبار په پائ کې یو امریکایي ډالر یوه روپۍ اؤ 17 پیسې غورځیدلی اؤ نرخ یې 277 روپۍ اؤ 40 پیسې پاتې شوی دی.
تر دې یوه ورځ وړاندې د بینکونو دننه د ډالر نرخ 278 روپۍ اؤ 57 روپۍ تړل شوی ؤ.
په خلاص مارکیټ کې بیا ډالر دوه روپۍ غورځیدلی اؤ 280 روپو ته رارسیدلی دی.
اوړمه ورځ د کاروبار په پای کې په خلاص مارکیټ کې یو ډالر په 282 روپو تبادله شوی ؤ.