لاس رسیدونکی لینک

 
عمران خان وایي، شک نه لري چې راتلونکې اوونۍ کې به زندان ته واچول شي
تازه خبر

عمران خان وایي، شک نه لري چې راتلونکې اوونۍ کې به زندان ته واچول شي


پاکستان کې دیو شمیر قانوني مقدمو سره مخ پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دعوه کړې ده چې دی د راتلونکي ګل-دوشنبې نه وړاندې یا دخالي ورځ نیول کیدای شی.

دامریکایي ټي وي فوکس نیوز سره مرکه کې ښاغلي خان ویلي ده اندېښنه لرله چې هم دې اوونۍ کې به زندان ته ولیږل شي خو وایي وکیلانو یې سخته خواري وکړه.

دهغه په خبره ددې باجود زه هیڅ شک نه لرم دا یوازې وقتي سوال دی،دګل یا د راتلونکې په کومه بله ورځ به دوی ما زندان ته واچوي.

په نهم مئ عمران دغبن په یوه مبینه مقدمه کې عمران خان دنیب لخوا نیول شوی ؤ چې دهغه دګوند پلویانو وروسته دهغې دګرفتارۍ پرضد قهرجن احتجاجونه کړي وؤ اؤ ددغو احتجاجونو په مهال ګڼ شمیر دولتي ودانیو اؤ پوځي تاسیساتو ته اورونه اچول شوي وؤ.

دنهم مئ دپېښو نه وروسته پاکستان کې دتحریک انصاف ګوند دپلویانو اؤ مشرانو پرضد امنیتي ځواکونو سخت عملیات پیل کړي اؤ عمران خان دعوه کوي چې دګوندي مشرانو په شمول یې تر لسو زرو زیات پلویان نیول شوي اؤ دنورو دنیولو هڅې روانې دي.

د پاکستان حکومت هم منلې ده چې د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

پخواني وزیراعظم عمران خان پخپلو بیلابیلو مرکو اؤ بیانونو کې دعوه کړې ده چې پاکستان پوځي عدالتونه یوازې دده لپاره فعال کړل شوي دي خو حکومتي مشران بیا وایي چې هیڅ نوي پوځي عدالتونه نه دي جوړ شوي بلکې دا هم هغه عدالتونه دي چې دعمران خان په واکمنۍ کې فعاله وؤ

په 26 جون د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري په خبري کانفرنس کې ويلي وو، د عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د مې په نهمه نېټه د احتجاجونو په مهال په تشدد کې په مبینه توګه د ککړو 102 کسانو مقدمې په پوځي عدالتونو کې شروع شوي دي.

د بشري حقونو فعال، ځينې سياسي مشران او وکيلان په پوځي عدالتونو اعتراض لري او وايي د نهمې مې د ورانکارۍ او تشدد په پېښو کې ککړو ټولو کسانو مقدمې دې په پوځي نه بلکې په سېول عدالتونو کې وچلولی شي.

پخپله مرکه کې عمران خان وویل هره ورځ دهغه پرضد یوه نوې مقدمه درج کیږي اؤ تر دې مهاله یې دمقدمو شمیره 180 ته رسېدلې ده.

هغه تور ولګولو چې دا مهال ملک کې دځنګل قانون رایج دی اؤ دده دګوند په پلویانو سخت ظلمونه کیږي.

هغه وویل دګوند پلویان یې له کورونو پورته کولی اؤ دګوند په پرېښودلو مجبورولی شي.

دعمران خان په خبره "پاکستان کې دسیاسي فعالینو سره تر دې وړاندې داسې کله هم نه دي شوي"

تېرکال دبې باورۍ دتحریک دلارې دخپل حکومت د ړنګیدو په اړه عمران خان وویل دپوځ پخواني سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه "دخپلې عهدې دمودې پراختیا لپاره دا پلان جوړ کړی ؤ"

هغه تور ولګولو چې دپوځ پخواني مشر د وزیراعظم شهباز شریف سره لاره نیولې وه اؤ "هغه امریکې ته ویلي وؤ چې زه دامریکې مخالف یم "

عمران خان تر دې وړاندې هم دخپل حکومت د ړنګیدو تورونه په امریکا اؤ دپاکستان دپوځ په پخواني مشر جنرال قمر جاوید باجوه لګولي دي خو امریکې اؤ جنرال باجوه دواړو دا تورونه رد کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG