لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو او امریکا له روسه غوښتي د اوکراین د غلو دانو د لېږلو ختمېدونکی تړون دې وغزوي


واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش روسي صدر ولادیمیر پوټین ته د لېږلي خط د جواب په انتظار دی چې پکې یې ورته وړاندیز کړی هغه تړون دې وغزوي چې د تور سمندر له لارې نړۍ ته د اوکراین غلو دانو ته په خوندي توګه د لېږلو اجازه ورکوي.

ځینو سرچینو رویټرز ته ویلي، ښاغلي ګوتېریش د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ له صدر پوټین څخه په خط کې غوښتي وو چې د پیسو د ادایګۍ له نړیوال سیسټم «سویفټ» سره د روس د زرعي بېنک «روسلخوز بېنک» د تړلو په بدل کې دې د تور سمندر د غلو دانو تړون وغزوي.

د ملګرو ملتونو له ویاند سټیفن دوجاریک څخه خبریالانو د جمعې په ورځ د تړون د غزولو لپاره د مذاکراتو په اړه وپوښتل، هغه یې په جواب کې وویل:

"بحثونه کېږي، وټسپ پیغامونه ور لېږل کېږي، سیګنل پیغامونه ور لېږل کېږي او تبادله کېږي. له دې سره سره موږ د لیک جواب ته هم په تمه یو".

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن هم د جمعې په ورځ وختي په روس باندې ټینګار وکړ، چې دوې ورځې وروسته ختمېدونکی د تور سمندر د غلو دانو تړون دې وغزوي.

اینټني بلینکن د انډونېشیا په مرکز جکارتا کې د جنوب ختیځې اېشیا د اتحاد په هغه غونډه کې ګډون کړی وو، چې د چین او روس د بهرنیو چارو وزیران هم ورغلي وو. بلینکن تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل:

"که ماسکو پر خپلو ګواښونو عمل وکړي نو د سیمې په ګډون پرمختلونکي هېوادونه به یې ستونځې وویني، چې په هغه کې د خوراکي توکو له زیاتې ګرانۍ سره سره د خوراک زیات کمښت هم شامل دی".

انټرفیکس خبري ایجنسۍ د جمعې په ورځ د کریملین د ویاند دیمیتري پېسکوف په حواله ویلي چې ماسکو تر اوسه د تور سمندر د غلو دانو د تړون د غزولو په اړه هیڅ بیان هم نه دی ورکړی.

د رپوټونو له مخې د ترکي صدر رجب طیب اردوان د جمعې په ویلي وو،‌ چې له صدر پوټین سره پر دې خبره متفق شوی دی چې د اوکراین غلو دانو ته د لارې ورکولو لپاره د تور سمندر تړون باید وغزول شي، خو رویټرز وایي د اردوان له خبرو ناسمه مانا اخیستل شوې او دا خبره نه ده تایید شوې چې ګواکې تړون غزول شوی دی.

دا مهال د اوکراین په اوډیسه بندر کې د غلو دانو وروستۍ بېړۍ د بارېدو په حال کې ده چې د تور سمندر د تړون له مخې به سفر کوي.

روس د جون له 27مې راهیسې د کومې نوې بېړۍ رجسټر کولو ته نه دی تیار شوی او له اوکراین سره کړی تړون ونه غزوي د دوشنبې- ګل په ورځ به پای ته ورسیږي.

روس ګواښ کړی چې د 2022م کال په جولای کې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړتوب له کړي تړونه به ووځي، ځکه چې وایي بهر ته د خپلو غلو او سرې د لېږلو په برخه کې د پرمختګ غوښتنې یې نه دي پوره شوي.

د تور سمندر د تړون له مخې تر اوسه پورې اوکراین تر 32 میلینه مېټرک ټنه زیات جوار، غنم او نور غله دانه لېږلي دي. روس شکایت کړی چې دا غله دانه غریبو هیوادونو ته په کافي اندازه نه ده رسېدلې، خو ملګرو ملتونه وایي دې غلې دانې د نړۍ په کچه خوراکي توکي 20 فیصده ارزان کړي دي.

یادونه:- د دې رپوټ ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس، اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG