لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس سفیر د طالبانو حکومت ته د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده


په افغانستان کې د روس سفیر دیمیتري ژیرنوف د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدلي اؤ هغه ته یې د افغانستان په اړه په ماسکو کې په راجوړیدونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د "ماسکو فارمیټ" په نوم د افغانستان په تړاؤ دا غونډه پروسږکال په نومبر میاشت کې هم په روس کې جوړه شوې وه خو طالبانو ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې. د سږ کال د غونډې نېټه تر اوسه پورې معلومه نه ده.

د روس، چین، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، ایران، هندوستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، سعودي عرب او ترکیې دچارواکو په استازیتوب د ماسکو فورمیټ تېره غونډه کې له امریکې غوښتنه شوې وه چې د افغانستان د مرکزي بېنک کنګل کړې شتمني ازاده کړي.

همدا شان په هغه غونډه کې پر طالبانو ټینګار شوی وو چې په افغانستان کې عام ژوند او تعلیم ته د ښځو د لاسرسي ډاډ ورکړي.

دطالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل په ټویټر لیکلي امیر خان متقي سره لیدنه کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف هغه ته د مسکو فورمیټ د راتلونکې غونډې په اړوند احوال تیر کړو اؤ ورته یې په دغه غونډه کې د ګډون بلنه هم ورکړه.

هغه ویلي دطالبانو دحکومت دبهرینو چارو وزیر د روس له بلنې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې مسکو فارمټ د سیمې ترمنځ د همغږۍ په رامنځ ته کولو کې مهم رول لوبوي.

ښاغلي متقي وویل چې د افغان حکومت پلاوو د مسکو په تېرو ناستو کې هم ګډون کړی و اؤ هیله یې څرګنده کړه چې کابل او مسکو د دیپلوماتیکو اړیکو په چوکاټ کې له دې ناستې څخه ښه ګټه پورته کړي.

دمسکو فورمیټ تېرې غونډې ته خپله پرانستونکې وینا کې افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې خبره اندېښنه ښکاره کړې وه چې طالبانو لا د هیواد چلولو لپاره د قومي او سیاسي ډلو په استازیتوب یو ټول شموله حکومت نه دی جوړ کړی.

طالبانو د خپل تېر حکومت پر ځای په اوسنۍ واکمنۍ کې د معتدلو پالیسیو د خپلولو ژمنې کړې وې خو دهغې باوجود یې دخپلې واکمنۍ په اوسنۍ دوره کې ښځې له عام ژونده ویستلې دي،دنجونو په زده کړو اؤ دفترونو کې دښځو په کارونو یې بندیزونه لګولي او همدغې سخت دریځه تګلارې یې نړۍ مجبوره کړې چې حکومت یې په رسميت ونه پېژني.

طالبان د خپل اوسني حکومت دتګلارو نه دفاع کوي او وايي چې د ټولو افغان ډلو او اقلیتونو استازیتوب کوي. دوی پر خپل حکومت نیوکې ردوي او ټینګار کوي چې تګلارې یې له افغاني کلتور او اسلامي شریعت سره سمې دي.

د2020م کابل په اکتوبر کې د ماسکو فارمټ په راجوړه شوې غونډه کې ګډون کوونکو هیوادونو له طالبانو غوښتنه کړې وه چې یو ټولشموله ‌حکومت جوړ کړي، د نجونو بند سکولونه پرانیزي او اجازه ور نه‌ کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد استعمال شي.

خو په پروسږکال چې بیا په مسکو کې دغه غونډه راجوړه شوه نو د روس استازي ضمیر کابلوف غونډې ته د طالبانو د استازو دنه بلل کېدلو علت دا وښودلو چې طالبانو د دوحې په تړون کې کړې د ښځو د کار، تعلیم، بشري حقونو او نورو مسایلو په اړه خپلې ژمنې نه دي تر سره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG